د اکاډمیسین سلیمان لایق په اړه د علمي – څېړنيز سیمینار د کمیسیون غونډه
۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د اکاډمیسین سلیمان لایق د لومړي تلین په مناسبت د علمي – تحقیقي سیمینار د کمیسیون غونډه نن (سه شنبه) د علومو اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سیمینار لپاره پر مقالو سربېره د سیمینار اړوندو نورو موضوعاتو بحث وشو.