د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز پرانستغونډه و شوه

Ezatullah_admin
Wed, Jan 12 2022 12:47 PM
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز پرانستغونډه و شوه

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ صاحب فرید الدین محمود د غونډې ګډونوالو ته وویل: د علومو په اکاډمۍ کې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو نوی څېړنیز مرکز پرانستل کيږي چې د دې پرمټ به په افغانستان کې د بانکونو سودي نظام ختم شي او د دې به داسې بدیل منځ ته راوړل شي ترڅو  د افغانستان اقتصادي نظام په اسلامي بڼه مخ ته لاړ شي، په نوموړي مرکز کې به د سودي نظام د بدیل لپاره نوی طریقې او لارې چارې وړاندې کېږي.

وروسته د افغانستان د ا.ا د ری ا ست الوزراء د عالي مقام مرستیال شیخ عبد السلام حنفي هم وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: نوموړی مرکز د وزیرانو په شورا کې تصویب شوی او منظور شوی چې په دې مرکز کې به د بانکونو د سودي نظام د پای ته رسول او د اسلامي اقتصادي نظام په چوکاټ کې د ښه بدیل منځ ته راوستل وي، هغه زیاته کړه چې؛ که چېرته مونږ په ورځني مسائلو سر خلاص نکړو نو له مشکلاتو او ستونزو سره به مخ شو نو ل همدې کبله دغه تصمیم ونیول شو چې نوموړی مرکز به د افغانستان د بانکونو سودي نظام ته د پای ټکی ږدي او د اسلامي اقتصاد لپاره به د دې ښه بدیل منځه ته راوړي، او په دې برخه کې د دې مرکز د علماء کرامو او متخصصینو دنده ده چې د له بانکونو څخه د اقتصادی پراختیا ناسمې لارې لرې کړي او پر ځای یې سمې لارې چارې ور وړاندې کړي.

د افغانستان د بانکونو د اتحادیې مشر نجیب الله امیري هم وینا وکړه او د غونډې ګډونوالو ته یې په خپلو فعالیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې: شپېته کاله کېږي چې بانکوالۍ خپل سیستم پیل کړی چې وروستۍ دوه لسیزې یې خورا زرینې وې ځکه چې په دې کې اسلامي بانکدارۍ خپلې چارې پیل کړي دي.

د دې ترڅنګ د افغان ملي بانک په استازيتوب دکتور محمد شاکر جلالي او د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ برخې مسؤل د کتور یوسف سلیم هم په خپل وار سره د غونډې ګډونوالو ته ویناوې وکړې.

همداراز د دې مرکز مشر مفتي ابو سعید صاحب وینا وکړه او زیاته یې کړه چې مونږ څنګه وکولای شو چې د بانکې سودي نظام د اسلامي بانکدارۍ نظام ته واړوو، نو په همدې اساس به په دې لاره کې داسې ګامونه پورته کوو چې به مو له بانکونو څخه سودي نظام له منځه وړی وي او هم به مو د دې ښه بدیل وړاندې کړی وي، همدا لامل دی چې له مونږ سره نړیوال په تقابل کې واقع شوي، مونږ په اسلامي نړۍ کې د اسلامي بانکدارۍ شاهدان یو خو داسې بشپړه نمونه نه نشته چې د نظام په کچه وي نو مونږ به نړۍ ته دا ډول یوه نمونه وړاندې کړو. مفتي صاحب زیاته کړه چې؛ مونږ لپاره دا کار ډېر ستونزمن دی ځکه چې په نړۍ کې یې هېڅ کومه نمونه نه تر سترګو کېږي، خو مونږ به د هېواد له ټولو د سودي نظام مسلکي کارکوونکو او له علماء کرامو سره په ګډه ناستې لرو ترڅو دا سیستم مخ ته یوسو.

مفتي صاحب عبد الودود دیوبندي د غونډې دعائیه وویله او په خپلو خبرو کې یې دې ته هم اشاره وکړه چې مونږ به داسې نظام جوړوو چې په افغانستان کې اوسنی اقتصادي تزلزل له منځه یوسي.

په پای کې د علومو د اکاډمۍ رئیس شیخ فرید الدین محمود له خوا ښاغلی مفتي صاحب ابو سعید خپل مرکز ته معرفي شو او بریالتبوب لپاره ورته هیله مندي وښودل شوه.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

Tue, Apr 15 2025 11:52 AM
Background image

"The Afghanistan Quarterly Journal" has just released its latest publication

This academic-research journal, published by the Afghanistan Science Academy, features articles by various authors on economic, social, and cultural topics in English. The newly. . .

BACK TO NEWS