د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز پرانستغونډه و شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۲:۴۷
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز پرانستغونډه و شوه

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ صاحب فرید الدین محمود د غونډې ګډونوالو ته وویل: د علومو په اکاډمۍ کې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو نوی څېړنیز مرکز پرانستل کيږي چې د دې پرمټ به په افغانستان کې د بانکونو سودي نظام ختم شي او د دې به داسې بدیل منځ ته راوړل شي ترڅو  د افغانستان اقتصادي نظام په اسلامي بڼه مخ ته لاړ شي، په نوموړي مرکز کې به د سودي نظام د بدیل لپاره نوی طریقې او لارې چارې وړاندې کېږي.

وروسته د افغانستان د ا.ا د ری ا ست الوزراء د عالي مقام مرستیال شیخ عبد السلام حنفي هم وینا وکړه او زیاته یې کړه چې: نوموړی مرکز د وزیرانو په شورا کې تصویب شوی او منظور شوی چې په دې مرکز کې به د بانکونو د سودي نظام د پای ته رسول او د اسلامي اقتصادي نظام په چوکاټ کې د ښه بدیل منځ ته راوستل وي، هغه زیاته کړه چې؛ که چېرته مونږ په ورځني مسائلو سر خلاص نکړو نو له مشکلاتو او ستونزو سره به مخ شو نو ل همدې کبله دغه تصمیم ونیول شو چې نوموړی مرکز به د افغانستان د بانکونو سودي نظام ته د پای ټکی ږدي او د اسلامي اقتصاد لپاره به د دې ښه بدیل منځه ته راوړي، او په دې برخه کې د دې مرکز د علماء کرامو او متخصصینو دنده ده چې د له بانکونو څخه د اقتصادی پراختیا ناسمې لارې لرې کړي او پر ځای یې سمې لارې چارې ور وړاندې کړي.

د افغانستان د بانکونو د اتحادیې مشر نجیب الله امیري هم وینا وکړه او د غونډې ګډونوالو ته یې په خپلو فعالیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې: شپېته کاله کېږي چې بانکوالۍ خپل سیستم پیل کړی چې وروستۍ دوه لسیزې یې خورا زرینې وې ځکه چې په دې کې اسلامي بانکدارۍ خپلې چارې پیل کړي دي.

د دې ترڅنګ د افغان ملي بانک په استازيتوب دکتور محمد شاکر جلالي او د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ برخې مسؤل د کتور یوسف سلیم هم په خپل وار سره د غونډې ګډونوالو ته ویناوې وکړې.

همداراز د دې مرکز مشر مفتي ابو سعید صاحب وینا وکړه او زیاته یې کړه چې مونږ څنګه وکولای شو چې د بانکې سودي نظام د اسلامي بانکدارۍ نظام ته واړوو، نو په همدې اساس به په دې لاره کې داسې ګامونه پورته کوو چې به مو له بانکونو څخه سودي نظام له منځه وړی وي او هم به مو د دې ښه بدیل وړاندې کړی وي، همدا لامل دی چې له مونږ سره نړیوال په تقابل کې واقع شوي، مونږ په اسلامي نړۍ کې د اسلامي بانکدارۍ شاهدان یو خو داسې بشپړه نمونه نه نشته چې د نظام په کچه وي نو مونږ به نړۍ ته دا ډول یوه نمونه وړاندې کړو. مفتي صاحب زیاته کړه چې؛ مونږ لپاره دا کار ډېر ستونزمن دی ځکه چې په نړۍ کې یې هېڅ کومه نمونه نه تر سترګو کېږي، خو مونږ به د هېواد له ټولو د سودي نظام مسلکي کارکوونکو او له علماء کرامو سره په ګډه ناستې لرو ترڅو دا سیستم مخ ته یوسو.

مفتي صاحب عبد الودود دیوبندي د غونډې دعائیه وویله او په خپلو خبرو کې یې دې ته هم اشاره وکړه چې مونږ به داسې نظام جوړوو چې په افغانستان کې اوسنی اقتصادي تزلزل له منځه یوسي.

په پای کې د علومو د اکاډمۍ رئیس شیخ فرید الدین محمود له خوا ښاغلی مفتي صاحب ابو سعید خپل مرکز ته معرفي شو او بریالتبوب لپاره ورته هیله مندي وښودل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د ستر مفسر او محدث علامه ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام تر عنوان لاندې د څېړنیزـ علمي سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

یاده ځانګړې ټولګه د هېواد د ستر عالم، نامتو مفسر او محدث علامه ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام ته ځانګړې شوې ده. نوموړې ټولګه چې د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي څېړندوی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

کابل مجله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال درېیمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۸
Background image

جایگاه میراث علمی برهان‌الدین مرغینانی در معارف اسلامی معاصر

د افغانستان د علومو اکاډمي ۱۴ کسیز هیأت د ازبېکستان جمهوریت په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ. د افغانستان د علومو اکاډمي د ژباړې د مرکز رئیس ښاغلي شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري په. . .

BACK TO NEWS