د ساینس او ټکنالوژۍ مجله
د ساینس او ټکنالوژۍ مجله د طبیعي او تخنیکي علومو په برخه کې یوه علمي–تحقیقي خپرونه ده چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو څانګې تر نظر لاندې خپریږي. دا مجله د دې لپاره تاسیس شوې چې د پوهانو، څیړونکو او د مختلفو علمي برخو د متخصصینو علمي، تحقیقي او ټکنالوژیکي فعالیتونه او لاسته راوړنې په ملي او نړیواله کچه انعکاس کړي. د ساینس او ټکنالوژۍ مجله همدارنګه د یونسکو (UNESCO) لخوا د معتبرې خپرونې په توګه ثبت او پېژندل شوې ده.
دا علمي–تحقیقي مجله په ۱۳۸۶ هـ.ش. (۲۰۰۷م) کې تاسیس شوې ده، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله چاپ یې کله ناکله وځنډېده. د علومو اکاډمۍ مشرتابه د دې ژورنال د دوامداره خپرونې لپاره له تیرو وختونو څخه په ثابت او کلک ګامونو ژمن دی. دا مجله د خپل اعتبار او وزن له مخې په علمي–تحقیقي مقالو د پوهانو د خپرولو په برخه کې مهم رول لوبوي. یادې شوې مجلې په پرله پسې توګه هڅه کوي چې د علمي–تحقیقي او ټکنالوژیکي څیړنو د لاسته راوړنو د خپرولو لپاره مناسب فرصت په شکل د تخصصي مقالو برابر کړي. برسېره پردې، د ساینس او ټکنالوژۍ مجله هغه مقالې هم خپروي چې د نوښتونو، علمي ابتکاراتو او د پوهانو او متخصصینو د ټکنالوژیکي لاسته راوړنو په اړه وي.
د ساینس او ټکنالوژۍ مجله د ادارې په سر کې مدیر مسئول لري چې لومړنی مدیر مسئول یې محترم فقیر محمد رحمتي و. د دې مجلې د تحریري بورډ غړي د علومو د اکاډمۍ څیړونکي، د پوهنتون استادان، او یو د یونسکو غړی دي. د تحریري بورډ په منځ کې، محمد عثمان ثمین د یونسکو لومړی غړی و. تحریري بورډ د مقالو د بیاکتنې، ارزونې، ایډیټ او تنظیم مسؤلیت د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتي پالیسۍ سره سم پر غاړه لري. مقالې، وروسته له دې چې علمي او تخنیکي ارزونه یې بشپړه شي، په دې مجله کې خپرېږي.
دا مجله په منظم ډول د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتو ریاست لخوا خپریږي او تر اوسه پورې اووه (۷) ګڼې یې خپرې شوې دي. یادې خپرونې په ۵۰۰ نسخو چاپ او توزیع کېږي.
برېښنالیک پته: technology.journal@asa.gov.af
| no | Journal |
|---|---|
| 1 | Science and technology journal no. 1-2 year 1387 |