د علومو اکاډمي پېـژندنه

د دغه علمي ـ څېړنیز ارګان بنسټ څه باندې یوه پېړۍ مخکې کېښودل شو چې لومړی نوم يې «مرکه د پښتو» یا «پښتو مرکه» و. دې مرکې د ۱۳۰۱ لمریز کال د لړم په میاشت کې د مولوي عبدالواسع پر مشرۍ او د وخت د امیر شاه امان الله خان تر مستقیم نظر لاندې د ارګ (کابل) په شمالي برج کې فعالیت پیل کړ

رسمي غړي يې دوه تنه او افتخاري يې زیات وو. پښتو مرکه لومړی په ۱۳۰۲ لمریز کال کې د پوهنې وزارت درېیم ریاست و او د ۱۳۰۸ لمریز کال په داخلي اړ و دوړ کې دغه علمي او اکاډمیک مرکز له منځه ولاړ. تر دې وروسته په ۱۳۰۹ لمریز کال د محمد نادر خان د واکمنۍ پر مهال د نوموړي د ځانګړي فرمان پر اساس د کابل ادبي انجمن جوړ او کابل مجله د دغه انجمن لومړنۍ چاپي خپرونه وه. دا انجمن د ادبیاتو د ودې، سبکي یووالي، د لیکوالۍ لارې چارې، د هېواد تاریخ پېژندنه، مشاهیر او د هېواد د تېرو ویاړلو شخصیتونو د پېژندنې په موخه جوړ شو چې احمد علي خان درانی يې لومړی ځل مرستیال او وروسته د انجمن مدیر وټاکل شو.  

تر احمد علي خان دراني وروسته محمد نوروز خان د دغه انجمن مدیر وټاکل شو. دغه انجمن په ۱۳۱۱ لمریز کال کې (سالنامه مجله کابل) خپره کړه او د څلورو ګڼو تر چاپ وروسته يې نوم (سالنامه کابل) ته واوښت چې تر نهمې ګڼې په همدې نوم خپرېدله. کابل ادبي انجمن د ۱۳۱۶ لمریز کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه، په پښتو ټولنه بدل شو چې دې ټولنې ته د هېواد د ټولنیزو علومو وده، د تاریخ تدوین او د هېواد د فرهنګي مسایلو پراختیا او پرمختیا ور تر غاړې شول.   

په ذکر شوي کال کې کله چې کابل ادبي انجمن پر پښتو ټولنه بدل شو، نو  (سالنامه کابل) دوام کوي او په نهمه ګڼه کې  يې نوم (د کابل کالنۍ) ته بدلېږي چې د اتلسمې ګڼې تر چاپ وروسته د مطبوعاتو د ریاست اړوندېږي. پښتو ټولنه د هېواد د علمي او اکاډمیک بنسټ په حیث جوړه شوه، سردار محمد نعیم خان چې د  وخت د پوهنې وزیر و، د پښتو ټولنې مشري يې هم پر غاړه وه او دې ټولنې ته يې د یوې علمي اکاډمۍ شکل ور کړ

تر هغې وروسته چې کابل ادبي انجمن پر پښتو ټولنه یا افغان اکاډمۍ ونومول شو، نو د دغه بنسټ په دندو، غړو او تشکیل کې پراخوالی راغی. دغه بنسټ تر ۱۳۳۰ لمریز کال وروسته د افغانستان د یوې بین المللي علمي اکاډمۍ په حیث ومنل شو او فعالیتونه يې هم د نورو علمي ـ څېړنیزو بنسټونو  په څېر معیاري شول، په همدغه کال يې اړیکې د نړۍ د نورو علمي اکاډمیو سره هم پیل شوې.

په ۱۳۳۳ لمریز کال د پښتو ټولنې اساسنامه جوړه او په ۱۳۳۴ لمریز کال د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له خوا منظور او چاپ شوه. د یادونې وړ ده چې په  ۱۳۳۵ لمریز کال کې پښتو ټولنه د مطبوعاتو له ریاست څخه جلا او د پوهنې په وزارت کې د یوې علمي ـ څېړنیزې مؤسسې په حیث مدغم او وروسته بیا د ۲/۱/۱۳۴۹ نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي په نوم تأسیس شوه.

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد تر ټولو لوړې څېړنیزې مرجعې په توګه د اسلامي، بشري او طبیعي ـ تخنیکي علومو په برخو کې تنظیم او رهبرۍ چارې پر غاړه لري. د افغانستان د علومو اکاډمي د یوې خپلواکې ادارې په توګه په ذکر شوو برخو کې د علمي ـ څېړنیزو میتودونو پر اساس د علمي ودې، پراختیا او بډاینې لپاره څېړنې کوي او د دغو څېړنو پر اساس د هېواد اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي وده، د علم او پوهې کچې لوړول او په هېواد کې د دیني او اسلامي فرهنګ پیاوړتیا د افغانستان د علومو اکاډمۍ له اساسي موخو څخه دي.  

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مشرتابه کې لوی رئیس دی او د هرې برخې مشري د هماغې برخې مرستیال پر غاړه لري. پر مرستیالانو سربېره د علمي منشي دفتر، د دایرة المعارف ریاست، د ژباړې مرکز او د ریاضي ـ فلسفي جهان علمي ـ څېړنیز مرکز هم د دغه بنسټ تر چتر لاندې خپل علمي ـ څيزنیز فعالیتونه ترسره کوي.

هره برخه (اسلامي علوم، بشري علوم، طبیعي ـ تخنیکي علوم) په علمي مرکزونو، انسټیټوټونو او ډیپارټمنټونو وېشل شوې ده چې په ټوله کې (۱۷) علمي مرکزونه، (۴۸) انسټیټوټونه او (۶۶) ډیپارټمنټونه دي. د مقام د دفتر ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست، د فرهنګي اړیکو ریاست، حقوقي مشاوریت او د داخلي تفتیش آمریت د علومو اکاډمۍ د مقام ریاست تر چتر لاندې دي او هر یو يې په خپلو اړوندو چارو بوخت دي. دغه راز مالي او حسابي ریاست، اداري ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، د تدارکاتو او د کارکونکو د چارو آمریتونه د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې خپل فعالیتونه ترسره کوي.