سیمینارونه
د پانګونې په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي
نن د څلورنۍ(چهارشنبې) ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الأولی په ۳مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د لړم/عقرب میاشتې له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمهییزو مطالعاتو مرکز په نوښت (د پانګونې په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د اسلامي امارت مسؤلینو، د علومو اکاډمۍ څېړونکو، علماء کرامو او د پوهنتون د استاذانو په حضور کې ترسره شو
په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه
نن د یکشنبې ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الثاني په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د تلې/میزان میاشتې له ۲۷مې نېټې سره سمون خوري د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په نوښت (په هېواد کې د غذايي امنیت په موخه د مالدارۍ او کرنیزو نویو ټکنالوژیو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د افغانستان اسلامي امارت مسؤلینو، څېړونکو، علماء کرامو او د پوهنتون د استاذانو په حضور کې وړاندې شو.
د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې
نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الاول په ۳مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د وږي میاشتې له ۵مې نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز په نوښت (د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې د ښې حکومتولۍ لارې چارې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د اسلامي امارت مسؤلینو، څېړونکو، علماء کرامو او د پوهنتون د استاذانو په حضور کې وړاندې شو.
بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمي طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب د علومو مرکز په نوښت د ۱۴۰۳هـ.ل کال د سلواغې پر ۲۸مه نېټه ” بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه “ تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتون استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې ترسره شو چې د عامې روغتیا وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو لوی ریاست، د ملي دفاع وزارت د صحي ستر درستیز قومندانۍ استازو په شمول د کابل پوهنتون استاذانو او پوهانو په کې ګډون وکړ.
د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه
د افغانستان د علومو اکاډمي د اجتماعي علومو مرکز په نوښت«د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه» په نامه یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د روان کال په ۲۸ /۹ / ۱۴۰۳هـ . ل نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه کهزاد په تالار کې جوړ شو.
د هېواد د اوبیزو منابعو څخه د سمې ګټې اخستنې لارو چارو څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز په نوښت (د هېواد د اوبیزو منابعو څخه د سمې ګټې اخستنې لارو چارو څېړنه) تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د علماوو، پوهانو، د پوهنتونونو د استاذانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړ شو.
ستر مفسر او محدث ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام
«علمي ـ څېړنيز سیمینار» د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۶هـ ق کال د ربیع الاول په «۲۹مه» نېټه چې د ۱۴۰۳ ل کال د تلې میاشتې له «۱۱مې» نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د تفسیر او حدیث مرکز له پلان سره سم د (ستر مفسر او محدث ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار دایر شو.
” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “علمي-څېړنیز سیمینار تر سره شو!
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د ۱۴۰۲هـ.ل.کال د لیندۍ پر ۱۵مه نېټه ” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “تر سر لیک لاندې یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتون استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ شو.
«د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې» علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو!
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز په نوښت د ترانسپورټ او ترانزیټ نړیوالې ورځې په پار د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، د پوهنتونونو د استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړ شو.
