د بشري علومو د برخې پېژندنه

 

د بشري علومو د برخې پېژندنه، موخې، فعالیتونه او لرلید

د بشري علومو د برخې ( واحد ) د علومو اکاډمي په چوکاټ کې په ( ۶ ) څانګو: « د ټولنیزو علوم مرکز، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو څېړنو بین المللي مرکز، د لرغونپېژندنې مرکز او د کوشاني څېړنو مرکز» کې فعالیت لري چې د هېواد او ټولنې عیني اړتیاوو ته په کتلو سره په پورتنیو برخو کې د ملي او بین المللي معیارونو په پام کې نیولو سره څېړنې او فعالیتونه ترسره کوي.

د بشري علومو د برخې  موخې

په عمومي توګه د هېواد په کچه د بشري علومو په برخه کې د علم او فرهنګ د بډاینې په موخه نوې څېړنې او تحقیقات سر ته رسول.

د بشري علومو د برخې  فعالیتونه

د ملي او رسمي ژبو تر څنګ په هېواد کې د نورو سیمه ییزو ژبو او قومونو د فرهنګ د غوړېدا لپاره څېړنې او تحقیقات ترسره کول، وخت ته په کتلو د مهمو هېوادنیو، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د علمي ــ څېړنیزو سیمینارونو دایرول او اړوندو ادارو ته د نویو لارو او طرحو وړاندې کول، له کابل پوهنتون سره د ماستري او دکتورا په پروګرامونو کې د تدریس په برخه کې د بشري علومو د برخې د څېړونکو او استادانو لخوا همکاري، د هېواد د تېر تاریخ او لرغونپېژندنې په برخه کې څېړنې سرته رسول او د هغو ارزښت او اهمیت په ګوته کول، د سمیه ییزو مهمو موضوعاتو په اړه څېړنې او تحقیقات سرته رسول او همدارنګه د قاموسونو او دایرة المعارفونو لیکل د بشري علومو د برخې فعالیتونه را نغاړي.

لرلید

 د بشري علومو برخه د مربوطه (۶) مرکزونو د اهدافو، فعالیتونو او لرلیدونو په ترتیب، تنظیم او لاسته راوړلو کې همکاري او سرپرستي کوي.

د اړیکې شمیره : 0202201195