د علومو اکاډمۍ د علمي منشي د دفتر پېژندنه

د افغانستان د علومو اکا‌ډمۍ د علمي منشي دفتر له ۱۳۶۹ هـ. ش کال را په دیخوا د علومو اکاډمي په تشکیلاتي جوړښت کې فعالیت لري. اوسنی تشکیل یې د علمي، اداري او خدماتي پرسونل په شمول ۶ کسانو ته رسېږي.

د علومو اکاډمۍ لومړنی علمي منشي دکتور عبدالسمیع غفاري و، چې د علمي منشي پر دندې سربیره یې هممهاله د علومو اکاډمۍ د لومړي مرستیال په توګه هم دنده ترسره کوله.

د علومو اکادمۍ د قانون د اوومې مادې په دوهم بند کې د علمی منشي تر څنګ د علمي مرستیال کلمه کارول شوې ده ، د یادې مادې پر بنسټ د علومو اکاډمۍ علمي مرستیال د اړوندو تقنیني سندونو سره سم د علومو اکاډمۍ د لوی رئیس په وړاندیز او د جمهور رئیس په منظورۍ ټاکل کېږي.

د علومو اکاډمۍ د علمي مرستیال (علمي منشي) دفتر لاندې کارونه ترسره کوي:

ـ د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه له هرو (۱۵) ورځو وروسته او فوق العاده غونډې د علمي منشي په وړاندیز او د علومو اکاډمۍ په منظورۍ جوړېږي.

ـ د علومو اکاډمۍ د علمي غړو د علمي ترفعیاتي اسنادو او علمي څېړنېزو پروژو تدقیق، ارزونه او علمي شورا ته یې وړاندې کول.

ـ د علومو اکاډمۍ  د کادري آزموینې د پروسې  اداره او نظارت کول.

ـ د علمي ـ څېړنيزو سیمینارونو د تدویر د کمیسیون په مجالسو کې ګډون کول.

ـ د علمي غړو د حق الزحمې د سنجش په اړه د نشراتو له ریاست سره مرسته کول.

ـ په علمي کادر کې د شمولیت د داوطلبانو د تحصیلي سندونو د کمیسیون اداره او نظارت کول.

ـ د علومو اکاډمۍ د تفنیني سندونو په برابرولو او جوړولو کې فعاله ونډه اخیستل.

ـ د علومو اکاډمۍ د علمي غړو او نورو کورنیو او بهرنیو علمي – څېړنیزو نهادونو لارښوونه.

ـ  د مهمو ملي او بین المللي موضوعاتو په اړه د ګردیو مېزونو او مرکو ترسره کول.

ـ د هغو پوهانو د آثارو د ارزونې په کمیسیون کې فعاله ونډه درلودل چې غواړي ځان اکاډمیسین او نوماند اکاډمیسین علمي رتبو ته کاندید کړي.

ـ د تقنیني سندونو او نورو لوایحو او طرزالعملونو له تطبیق څخه څارنه.

ـ علمي شورای ته د علمي کارونو د انسجام لپاره د کمیتو او کمیسیونونو د رامنځ ته کول پیشنهاد کړل.

ـ په بیلابیلو علمي – څېړنیزو برخو کې د پوهانو د پوهاوي د سطحې د لوړولو لپاره د کورنیو او بهرنیو مرستو پر بنسټ د لنډ مهاله تحقیقي او انګیزي ژبې د کورسونو دایرول.

ـ د علمي شورا د مصوبو لیکل او منظمول.

ـ د دایرة المعارف د آرتیکلونو په لیکلو، ژباړه او ایډیت کې مرسته کول.

ـ د اړتیا په صورت کې د علمي – څېړنیزو پروژو لارښوونه او د تقریظونو لیکل.

ـ د علومو اکاډمۍ په داخلي او نورو بهرنیو علمي مجلسونو، سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کول.

ـ د اړتیا په صورت کې د علومو اکادمۍ په قانون، مقررو او لوایحو کې تجدید نظر کول.

ـد علومو اکاډمۍ د سرمحقق علمي رتبې ته د غړو د دفاع د کمیسیون غړیتوب درلودل.

ـ  د علمي – څېړنیزو پروژو د دفاع له پروسې څخه څارنه.

ـ د علمي شورا د فیصلو او نورو اړوندو مکاتیبو لیکل.

ـ د علمي شورا د جلسو د پروتوکول په کتاب کې د علمي شورا د فیصلو ثبت کول.

ـ د علمي پروژو په تصویب نامو، د ترفیع په سجل او نورو اړوندو سندونو کې د علمي شورا د فیصلو ثبت کول.

ـ د افغانستان د کاپي رایت د قانون پر بنسټ د اطلاعات او فرهنګ په وزارت کې د یاد کمیسیون غړیتوب لري.

ـ د عدلیې وزارت  د تقنین کمیتې غړیتوب لري.

ـ د علومو اکاډمۍ د تقنیني سندونو اړوند موارد له نورو ادارو سره شریکوي، په دې اړه د ګډو غونډو نیول او د مراسلاتو لېږد رالېږد د علومو اکاډمۍ د علمي مرستیال د دفتر له خوا څارل کېږي.