غونډې
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د وږی میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ طبي پلاوی د زلزله ځپلو لپاره د همکارۍ په پار ختیځ ته لاړ
د افغانستان د علومو اکاډمي طبي پلاوی د زلزله ځپلو سره د مرستې په پار ختیځ ته لاړ کابل – د افغانستان د علومو اکاډمي د لوی رئیس، شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود صاحب، د ځانګړې لارښوونې پر اساس د علومو اکاډمي د درې ګونو معاونیتونو او د سرې میاشتې په همغږۍ، د ختیځ زون د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د وږی میاشتې پر ۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
د تقاعد شویو استادانو د علمي ـ څېړنیزو کارونو درناوي غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ له خوا د تقاعد شويو پنځو علمي غړو د علمي- څېړنيزو کارونو او خدمتونو په مناسبت د درناوي غونډه وکړه. دغه غونډه چې د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې په ۳مه د سهار پر لسو بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې وشوه، د څېړنوال دوکتور محمد داود عربزي د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه.
د افغانستان د علومو اکاډمي په انګړ کې د فتحې ماښام تر سرلیک لاندې علمي – فرهنګي غونډه ترسره شوه
د پنجشنبې په ورځ د اسد / زمري په ۲۳مه نېټه د ماښام په 6:30 بجو د افغانستان د علومو اکاډمي په انګړ کې د فتحې ماښام تر سرلیک لاندې علمي – فرهنګي غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د مجاهدینو د سرښندونو او مبارزې او د شهیدانو د قربانیو په ارزښت او د افغانستان د لویې فتحې په اهمیت باندې د غوڼدې ګډونوالو ته پیلیزه وینا وکړه.
د افغانستان د علومو اکاډمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د علمي، تحقیقي او تخنیکي همکاریو د پراخېدو، د نواورۍ د ظرفیت لوړولو او د علمي منابعو د تبادلې لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
نن له غرمې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علوم د معاونیت په دفتر کې د افغانستان د علومو اکاډمي د معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له راغلي پلاوي سره چې مشري یې د یادې ادارې د څېړنو او نواوري رئیس مفتي سید محسن سادات کوله د افغانستان د علومو اکاډمي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ د موادو، منابعو، او معلوماتو د تبادلې په موخه هوکړه وشوه، تر څو د تدریسي نصاب غنا او مسلکي زده کړو ته عملي محتوا برابره شي.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د زمری میاشتې پر۱۴ مه نېټه ترسره کړه.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۳۱ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.