د علومو اکاډمي پېـژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد په کچه لوړه علمي- تحقیقي مرجع ده چې د بشري ، طبیعي او اسلامي علومو د علمي-څېړنیزو چارو په برخه کې د رهبرۍ او سازماندهۍ مسئولیت پر غاړه لري.

په تشکیلاتي لحاظ د علومو اکاډمۍ په رأس کې یو عمومي رئیس او هر بخش یې ځانته معاونین (معینان)  لري، د دوی ترڅنګ ټوله اکاډمي یو علمي معاون هم په دې ترکیب کې لري چې اکاډمیکې چارې پرمخ بیايي.

د علومو اکاډمۍ هره برخه په علمي مرکزونو، انستیتوتونو او دیپارتمنتونو وېشل شوې چې په ټولیزه توګه ۱۷علمي مرکزونه، ۴۸ انستیتوتونه او ۶۶ دیپارتمنتونه لري، ددې ترڅنګ یو تشخیصیه کلینیک، تحقیقاتي اتنوګرافیک موزیم، عام کتابتون، د دفتر ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د فرهنګی اړیکو ریاست ،د پالیسۍ او پلان ریاست او نور اداري  ریاستونه او امریتونه هم پکې شامل دي.

د علومو اکاډمي عمومي ریاست له علمي غړو او د ملکي خدمتونو له کارکوونکو څخه تشکیل شوی ارګان دی چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په مالي تشکیل کې یې ۲۵۵ بستونه د علمي غړو لپاره او ۲۰۹ بستونه یې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره ورکړل شوي چې مجموعاً ۴۶۴ بستونه دي.

د علومو اکاډمۍ عمومي موخې د بېلابېلو علومو په برخو کې د ټولنیز وضعیت ښه والی، کلتوري بډاینه، د اقتصاد پرمختګ، د طبیعی زېرمو د منابعو ارزول او له هغو ذخیرو څخه د اغېزمنې  استفادې د لارو  چارو لټول دي ، د علومو د علمي کچ لوړاوی او د دیني او اسلامي فرهنګ بډاینه یې کلیدي موخه ده.