طبیعت

د طبیعت مجله لنډه تاریخچه

د طبیعت درې میاشتنۍ مجله په ۱۳۶۸ ل. کال کې د طبیعي – تخنیکي علومو دمعاونیت په چوکات کې په فعالیت پیل کړی دی. د طبیعت د مجلې لومړی مسوول مدیر محترم ذبیح الله ساویز ؤ، چې پخپلو نه ستړي کېدونکو هڅو او هاند سره یې د مجلې د فعالیت کړنلاره جوړه او د راتلونکي لپاره یې دهغې د کار روښانه تګ لوری وټاکه. د مجلې چاپ څوځلې د ځینو نظامي ، سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي او نورو لاملونو له کبله د ځنډ سره مخامخ شوی دی. مجله د نوي نظام له منځه راتللو او په هېواد کې دنسبي ثبات له ټینګېدلو سره یوځل بیا په ټینګو ګامونو سره خپل کار پیل او خپله دنده یې د پوهانو او څېړونکو د علمي – څېړنیزو مقالو په خپرولو سره سرته رسولې ده.

د طبیعت مجله په لومړي ګام کې د علومو د اکادمۍ د څېړونکو د لیکل شوو مقالو او اثارو د خپرولو چارې ترسره کوي خوسره له دې د پوهنتو نو داستادانو ، لیکوالانو او دطبیعي – تخنیکي علومو دنظر د خاوندانو علمي – تخنیکي مقالې هم خپروي.

لوستونکي  د دې مجلي په پاڼوکې د هغو پوهانو او استادانو له آثارو ، مقالو او مطلبونو سره مخامخ کېږي، چې د طبیعي – تخنیکي علومو په بېلا بېلو برخو کې د هغوی دلاس ته راوړنو انعکاس ورکونکي وي. تاسې د مجلې په پاڼو کې د پوهې ، نوې تکنالوژۍ  ، جیولوجي ، جیوفزیک ، جیو انجینري ، هایدرومیترولوجي ، ریاضي ، فزیک ، تخنیک ، ماشین جوړولو ، مدني اوصنعتي ودانیو جوړولو ، د ژوند چاپېریال ، انرژي، کیمیا ، بیولوژي، کرنې ، روغتیايې پوهې، فارمسي، وترنري اونورو ډګرونو له کشفیاتو او اختراعاتو سره اشنا کېږي.

د طبیعت مجلې ګڼې چې په بېلا بېلو دورو کې چاپ شوي دي ۳۶ ته رېږي .  دمجلې تیراژ په یوځل  ۵۰۰ ګڼې دی. تراوسه پورې د طبیعت مجلې (۷) مسوول مدیران لرلي دي . همدا اوس د طبیعت مجلې فعالیت د یو کتنپلاوي تر مشري لاندې پرمخ ځي ، چې ۶ تنه غړي لري . اوس دمجلې مسوول مدیر څېړنپوه سید نعیم سایق او مهتمم یې محترم صدیق الله فیضي دی.

د مجلې مدیریت له درنو لوستونکو څخه هېله کوي، چې خپل نظریات ، نیوکې ، وړاندیزونه د مجلې د کالر د لا ښه کېدو او د هغې د خپرونو د کیفیت د لوړوالي لپاره په لاندې پته راو لېږي :

د افغانستان د علومو اکادمۍ ، انصاري څلورر لارې ، دنوي ښار د نېلو ټانګ ته مخامخ، کابل – افغانستان.

د تیلفون شمیره : ۰۷۹۹۰۹۸۴۹۵

برېښنالیک: Hooma.yahya@yahoo.com

د طبیعت مجلې د ۱۴۰۱ کال ګڼې

شمېره مجله شمېره مجله
۱

۱-۲ ګڼې طبیعت مجله ۱۴۰۱

۲ طبیعت مجله، د ۱۴۰۱ کال ۳- ۴ ګڼه
       

د طبیعت مجلې د ۱۳۹۸ کال ګڼې

شمېره مجلې شمېره مجلې شمېره مجلې
۱ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۸ کال ۱-۲ ګڼه ۲ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۸ کال ۳-۴ ګڼه ۳  
           

 


د طبیعت مجلې د ۱۳۹۷ کال ګڼې

شمېره مجلې شمېره مجلې شمېره مجلې
۱ طبیعت مجله د ۱۳۹۷ کال ۲-۳ ګڼه ۲ طبیعت مجله د ۱۳۹۷ کال ۴ ګڼه ۳  
           

د طبیعت مجلې د ۱۳۹۶ کال ګڼې

شمېره مجلې شمېره مجلې شمېره مجلې
۱ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۶ کال لومړی ګڼه ۲ طبیعت مجله، د ۱۳۹۶ کال دوهمه ګڼه ۳ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۶ کال دریمه ګڼه
۴ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۶ کال څلورمه ګڼه ۵   ۶  

د طبیعت مجلې د ۱۳۹۵ کال ګڼې

شمېره مجلې شمېره مجلې شمېره مجلې
۱ طبیعت مجله، د ۱۳۹۵ کال ۳۸ ګڼه ۲ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۵ کال ۳۹ ګڼه ۳ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۵ کال ۴۰ ګڼه
۴ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۵کال ۴۱ ګڼه        

د طبیعت مجلې د ۱۳۹۴ کال ګڼې

شمېره مجلې شمېره مجلې شمېره مجلې
۱ طبیعت مجله ، د ۱۳۹۴ کال ۳۷ ګڼه ۲   ۳