د افغانستان د علومو اکاډمي تاریخچه

 

د دې علمي- څېړنیزې ادارې اساس او بنسټ شاوخوا۹۰کاله مخکې وخت ته رسیږي چې په دې ډول دی:

پښتو مرکه: یا«مرکه د پښتو» د۱۳۰۱ش.کال د عقرب په میاشت(۱۹۲۲م.)کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ په دوره کې د مولوي عبدالواسع په ریاست د کابل د ارګ په شمالي برج کې پرانستل شوه او په ۱۳۰۲ش. کال(۱۹۲۳م.)يې د دریم ریاست په توګه د پوهنې وزارت په اډانه کې فعالیت کاوه او په هېواد کې د لومړني علمي او اکاډمیک مرکز په توګه پېژندل شوی دی. دا مؤسسه د ۱۳۰۳ش.کال په اړودوړ کې له منځه ولاړه.

کابل ادبي انجمن: د ایجاد فرمان يې د محمد نادرخان د واکمنۍ پرمهال(۱۳۰۹ش.)صادر او په ۱۳۱۰ش. (۱۹۳۱م.)کال د «کابل»مجلي په خپرېدو سره يې رسماً کارپیل کړ او لومړنی رئیس يې محمدنوروزخان و. دا انجمن په ۱۳۱۱ش.کال یعنې د خپل فعالیت په دوهم کال يې«سالنامۀمجلۀکابل» هم تر څلورمې ګڼې خپره کړله او کله چې انجمن په «پښتو ټولنه»بدل شو د سالنامې نوم «کابل کالنۍ» شو او تر ۱۸ګڼې پورې دپښتو ټولنې له لارې خپرېده. په ۱۳۲۹ش.(۱۹۵۰م.)کال د کالنۍ د خپرېدو لړۍ د مطبوعاتو په مستقل ریاست پورې اړونده شوه. «کابل»مجله تراوسه په علومواکاډمي کې د ژبو او ادبیاتو د مرکز له خوا خپریږي.

کندهار ادبي انجمن(پښتو ادبي انجمن): د۱۳۱۱ش.کال په مني(۱۹۳۲م.)کې يې د محمدعثمان خان بارکزي په ریاست فعالیت پیل کړ او د دې انجمن خپرنیز ارګان«پښتو»مجله وه، چې تر اوسه د علومواکاډمي په اډانه کې د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز له خوا د یونسکو په رسمي ژبو خپریږي.

پښتو ټولنه: د ۱۳۱۶ش.کال د ِغويي په میاشت(۱۹۳۷م.)کې د پورته یاد شوو انجمنونو له یوځای کېدو څخه «پښتو ټولنه»د یوې علمي او اکاډمیکې ادارې په توګه رامنځ ته شوه او د وخت د پوهنې رئیس سردار محمدنعیم خان يې افتخاري رئیس و. «پښتو ټولنه»چې د«پښتو اکاډمي او افغان اکاډمي»په نومونو هم یاده شوې ده،په۱۳۱۸ش.کال، د مطبوعاتو د مستقل ریاست تر ایجاد وروسته په دغه نوی تشکیل شوي ریاست پورې اړونده شوه. دا مؤسسه له ۱۳۳۰ش.کال وروسته په نړیوال سطحه یوه علمي اکاډمي  ومنل شوه، فعالیتونه يې د نورو علمي او اکاډمیکو ادارو غوندې معیاري شول او همدارنګه له همدغه کاله يې له نورو اکاډمیو سره د اړیکو ټینګول پیل کړل. په ۱۳۳۳ش.کال يې اساسنامه ترتیب او په ۱۳۳۴ش.(۱۹۵۵م.)کال د اعلیحضرت محمدظاهرشاه تر منظورۍ وروسته چاپ او خپره شوه. د یادونې وړ ده، چې په ۱۳۳۵ش. (۱۹۵۶م.)کال پښتو ټولنه د مطبوعاتو له مستقل ریاست څخه جلا او د پوهنې په وزارت پورې وتړل شوه.  

په همدغه وخت کې د دې ادارې مسلکي غړو ته د پوهنتون د استادانو غوندې علمي رتبې:

څېړونکی= پوهیالی

څېړنیار= پوهنیار

څېړنمل= پوهنمل

څېړنوال= پوهندوی

څېړندوی= پوهنوال

څېړنپال= پوهاند

او د علمي کادر امتیاز(۵۰۰، ۸۰۰، ۱۰۰۰، ۱۵۰۰، ۲۰۰۰، ۳۰۰۰افغانۍ) ومنل شول او پښتو ټولنه د یوې علمي- څېړنیزې مؤسسې په توګه وپېژندل شوه. خپرنیز ارګانونه يې «کابل»مجله، «زیری» او «هېواد» جریدې وې. «کابل» مجله او د «زیري» جریده تر اوسه پورې د علومواکاډمي د ژبو او ادبیاتو د مرکز له خوا چاپ او خپریږي. په ۱۳۶۵ش.کال کې د وزیرانو د شورا د پرېکړې پر بنسټ د «زیري» جریدې چاپ ودرېد، خو په ۱۳۸۱ش.کال يې خپرېدل بیا پیل شول.

«هېواد»جريده لومړی ځل په ۱۳۲۸ش.(۱۹۴۹م.)کال خپره شوه او د امتیاز څښتن يې عبدالرؤف بېنوا و. دا جريده په ۱۳۳۳ش.(۱۹۵۴م.)کال له پښتو ټولنې څخه جلا شوه.

کوم مهم کارونه چې پښتو ټولنې هغه مهال تر سره کړي دي ځینو ته يې په لاندې توګه اشاره کیږي:

-  په پښتو ژبه کې د لیکنې واحده لار دودول

-  د یوې مجلې او دوو جریدو چاپول 

- د کتابونو چاپول

- د دایرة المعارف چاپول

- د کالنیو چاپول

- د سیمینارونو جوړول

- مشاعرې کول

- د شخصي او دولتي مؤسسو نومول، چې د پښتو ټولنې موافقه به په رسمي توګه اخیستل کېده.

وروسته دا کار تر څو کالو پورې د علومواکاډمي له خوا ترسره کېده، خو اوس د نورو ادارو له خوا کیږي.

د افغانستان د علومو اکاډمي د تاریخچه مکمل فایل