د اتنوگرافۍ د څېړنیز موزیم پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافۍ څېړنیز موزیم د کابل د شهرنو په "شاه‌بوبوجان" ماڼۍ کې دی.د معاصر تاریخ دغه تاریخي ماڼۍ چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ استازي کوي، د هغه د خور «شاه بوبو جان» په نامه ده.

د دې ماڼۍ د معمارۍ ځانګړنې د خپل وخت د پرتمنیو ماڼیو غوندې دي، د پوهانو په وینا، د دغې ماڼۍ ودانۍ د اروپا د رنسانس دورې د بروک مهندسۍ ته ورته ده. د ماڼۍ طرح د اتریشي انجنیرانو له خوا په هغه وخت کې طرح او د کابل د مجربو  معمارانو او هنرمندانو له خوا جوړه شوه.

ماڼۍ په منځ کې په دوه- ختیځه او لوېدیځه- برخه باندې بېلېږي او په اوږده دهلیز سره وصلېږي. دغه ښکلې ماڼۍ د شمال له لوری دننه وتو له دروازې سره وصله ده. دننه په دویم پوړ کې یې پرېړې ستنې او ښایسته شوی پراخ دالان اوڅار دی، چې ماڼۍ ته په ننوتو سره سترګې پرې لګېږي. ستنې پر توږل شویو ګلانو او پاڼو ښایسته شوي دي.

ماڼۍ په دوو پوړونو کې څلوېښت خونې، دهلیزونه او پراخه سالون لري، چې له خښتو، خټې او لرګیو څخه جوړه شوې ده او تزئینات یې په توږل شویو لرګیو شوي دي. د دویم پوړ د مرکزي سالون شاوخوا زرین رنګه لرګي ښکاري، په چت کې ګل، پاڼې او د اهلي ژوو ښکلي شکلونه ترسترګو کېږي. دوه لایه کړکۍ په طلايي رنګ منیاتوري شوي، چې بې له شکه د ماڼۍ ښکلا یې نوره هم ډېره کړې ده. د یادولو وړ ده، د اوومې لسیزې تر پیل پورې په لوېدیځ دهلیز کې د لومړي او دویم پوړ ترمنځ لاره کې غټې بلورنې هندارې وې، همدارنګه د دویم پوړ په سالون کې هم بلورینې هندارې له هند څخه په فیلونو راوړل شوې وې او د بخارۍ پر دیوال برسېره نصب وې، چې له بده مرغه د کابل په جګړو کې له منځه ولاړې او اوس یې هیڅ نښه نشته

د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد د لویې علمي او څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد د فرهنګي میراثونو د خوندیتابه په پار د دغې تاریخي ماڼۍ د بیارغونې او د اتنوګرافۍ پر موزیم د بدلولو په برخه کې هڅې کړي، چې د پخواني ولسمشر د (۴۵) ګڼه فرمان په ترڅ کې د اتنوګرافۍ پر څېړنیز موزیم بدله شوه. د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافۍ د موزیم امریت په دې ورستیو کلونو کې په ډېرو هڅو او کوښښونو موزیم د لیدونکو او څېړونکو لپاره پرانیستی او د مینه‌والو لپاره یې د تحقیق او کتنې لپاره زمینه مساعده کړې ده.

یاد موزیم کابو ۲۰۰۰ اتنیکي اثار لري، چې د بېلابېلو ولایتونو د زون پر اساس نندارې ته کېښودل شوي دي. یاد اثار کالي، ګاڼې، د کور لوازم لکه ډبرین، خټین، مسي او لرګین لوښي؛ اوسپنیز اثار لکه وسلې، زغرې، تورې، ټوپک، توپانچې، چاقوګان، پیشقوضې او نور د اتنیکي کټګورۍ له مخې ترتیب، تشریح او د موزیم د ثبت او راجستر په ډیټابس کې شامل شوي دي. همدارنګه ډېر نفیس او هنري اثار چې د ګندهارا د حوزې د نورستان، کنړ او ننګرهار او د هېواد د شمال زون اتنیکي اثار لکه قزاقي او ترکمني کیږدۍ په عملي توګه نندارې ته کېښودل شوي دي. په لسګونو لاسي ګنډل شوي اثار چې په بېلابېلو رنګونو او ډولنو د هېواد د هنرمندو ښځو له خوا جوړ شوي او د افغانستان د بېلابېلو سیمو پورې اړه لري، لکه له مریو، چرمو، خامک، پوخ ټک، صدف، رڼکیو جوړ شوي توکي او د بلوڅانو دود د اوښانو پوښ او په لسګونو نور اثار د افغانستان د بېلابېلو قومونو؛ لکه د پښتنو، تاجکو، هزاره‌ګانو، ازبکو، ترکمنو، نورستانیانو او نورو... په دې موزیم کې موجود او معرفي شوي دي.

موزیم د اتنیکي اثارو ترڅنګ په لسګونه د مډرن هنر ګرانبیه اثار هم لري، دغه اثار د پروفیسر امان الله حیدرزاد - د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي بنسټ اېښودونکي- له خوا موزیم ته ډالۍ شوي دي.

د یادونې وړ ده، په دې موزیم کې د مډرن هنر اثار، په افغانستان کې د مډرن هنر په چوکاټ کې د اسلامي کاليګرافۍ د پراختیا ښکارندويي کوي او دغه علمي څېړنیز بنسټ هڅه کوي چې نوی نسل له هغو اثارو څخه په لویه کچه ګټه پورته کړي او په دې برخه کې علمي او مرستندوی ګامونه واخلي.

په حقیقت دغه موزیم د یو ننداره‌ييز موزیم په توګه نه، بلکې د هېواد په کچه د فرهنګ پېژندنې رښتینی پوهنتون دی او تل په دې هڅه کې دی چې د افغانستان د خلکو د فرهنګ د څېړنې او پراختیا لپاره زمینه برابره او له څېړونکو سره مرسته وکړي.