کنفرانسونه
(په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو
نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۰۵ل. کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۰مه (۱۸/۳/۱۴۴۸هـ) نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز په نوښت (په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو.
په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت
د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت په مقام کې د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل (په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت) تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. په یاد علمي - څېړنیز کنفرانس کې د مرغې لغوي پېژنده، ايټيمالوژيکي بنسټ، اشتقاقي او معنوي اوړون، تاریخي، سياسي، ټولنيزې او فرهنګي پديدې چې د مرغې سره تړاو لري، څېړل شوي دي، په ادبي برخه کې په مرغې پورې اړوند هغه لنډۍ، کاکړۍ غاړې، سروکي، شېرۍ، عام نظمونه، متلونه او اصطلاحات را ټول شوي، چې په هر ژانر کې د مرغې د يوې سيمې پورې تړلې کيسه يا پېښه ثبت شوې.
هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د (هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه) تر سرلیک لاندې خپل علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انسټيټوټ علمي غړی څېړندوی سیدمحمدصادق سادات (په افغانستان کې د ثور د کودتا د لاملونو څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز كنفرانس وړاندې کړ، په یاد علمي كنفرانس کې د ثور د کودتا لاملونه په دوو برخو کې تر څېړنې لاندې نیول شوي وو، چې په کورنیو لاملونو کې د میر اکبر خیبر وژل کېدل، د محمد داود خان له لوري د خلق او پرچم ډلو د غړو نیول، په پوځ کې د ننه سیاسي ستونزې
بنا های تیموری نمادی از فرهنگ دوره اسلامی
سیمینار علمی تحقیقی توسط معاون سر محقق غلام حیدر کشککی عضو علمی مرکز تحقیقات باستان شناسی اکادمی علوم افغانستان تحت عنوان فوق در معاونیت بخش علوم بشری در حضور معاون بخش علوم بشری سر محقق داکتر محمد علم اسحق زی و عده از محققین ارائه گردید.
د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړندوی بشرمل زرغون (د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. ياد کنفرانس د ملا ولیداد کاکړ د يوې ژباړل شوې منظومې نسخې ارزول و، د ملا وليداد کاکړ نسخه چې «زين الحلم» نومېږي، دا اصلاً په عربي ليکل شوی کتاب دی، ملا علي قاري هروي چې دی د هرات او په ۹۳۰ هـ ق، شاوخوا کې زېږېدلی او په ۱۰۱۴ هـ ق، کې مړ او د مکې معظمې په جنت معلی په هديره کې خښ دی.
