کنفرانسونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۶
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د (څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۱
Background image

غوره اخلاق د نبوي احادیثو له نظره

د افغانستان د علومو اکاډمي، د اسلامي علومو معاونیت، د عقیدې او ثقافت مرکز، د ثقافت او تاریخ اسلام انسټیټوټ علمي غړی، محترم دکتور مفتي عبد العلي حقاني علمي کادر ته د شاملېدو لپاره (غوره اخلاق د نبوي احادیثو له نظره) تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي په عمومي تالار کې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ، چی مثبت وارزول شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

(په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو

نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۰۵ل. کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۰مه (۱۸/۳/۱۴۴۸هـ) نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې مرکز په نوښت (په افغانستان کې د طبيعي سرچینو پایښتي مدیریت) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۶
Background image

په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت

د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت په مقام کې د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل (په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت) تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. په یاد علمي - څېړنیز کنفرانس کې د مرغې لغوي پېژنده، ايټيمالوژيکي بنسټ، اشتقاقي او معنوي اوړون، تاریخي، سياسي، ټولنيزې او فرهنګي پديدې چې د مرغې سره تړاو لري، څېړل شوي دي، په ادبي برخه کې په مرغې پورې اړوند هغه لنډۍ، کاکړۍ غاړې، سروکي، شېرۍ، عام نظمونه، متلونه او اصطلاحات را ټول شوي، چې په هر ژانر کې د مرغې د يوې سيمې پورې تړلې کيسه يا پېښه ثبت شوې.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۰
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د (هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه) تر سرلیک لاندې خپل علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

Pagination