کنفرانسونه
د ژباړل شويو آثارو د کره کتنې اړتيا او لارې چارې
“علمي – څېړنيز کنفرانس” د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت د متنپوهنې څانګې علمي غړي ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي «د ژباړل شويو آثارو د کره کتنې اړتيا او لارې چارې» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس کې د ژباړل شويو آثارو د کره کتنې پر اړتيا او لار چارو باندې بحث وشو، د ژباړل شويو آثارو کره کتنه يوه مهم اړتيا او د وخت غوښتنه وګڼل شوه.
د «اوښکې» ناول کره کتنه
«علمي – څېړنیز کنفرانس» د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال رحمت الله هوتک ( د اوښکې ناول کره کتنه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. ښاغلي هوتک په لومړي سرکې د دې ناول لیکوال «عبدالعلي غورغښتي» پر فرهنګي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله، په دوهمه برخه کې یې د ناول لنډیز وړاندې کړ، په پای کې یې د دې ناول په اړه خپله ارزونه له ګډونوالو سره شریکه کړه. د کنفرانس په پای کې د پوهانو او استاذانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې او په پایله کې د ارزونې کمېسیون له خوا یاد کنفرانس مثبت و ارزول شو.
د ډله ييزو رسنیو له لارې د فولکلوري موادو د راټولولو ارزونه
“علمي ۔ څېړنیز کنفرانس” د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړنوال شهزاده توحیدمل (د ډله ييزو رسنیو له لارې د فولکلوري موادو د راټولولو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
قره باغ جګړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حل لارې
“علمي ـ څېړنیز کنفرانس” د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، د قفقاز حوزې څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالخالق فردوس د (قره باغ جګړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د زړۀ سختوالی او د علاج لارې چارې یې
د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونیت د فقهې او عقیدې مرکز د تصوف او عرفان انسټیټوټ د تصوف څانګې آمر څېړنوال محمد نذیر محمدي (د زړۀ سختوالی او د علاج لارې چارې یې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کانفرانس وړاندې کړ.
د قرآن عظیم الشان د نزول د لمانځغونډې علمي – څېړنیز کنفرانس
یاد کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، وروسته د علومو اکاډمي مرستیال ښاغلي شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب « د قرآن کریم فضیلت» په اړه مفصله وینا واوروله او ویې ویل چې: رمضان ګناهونه سوځوي، همدا راز قرآن عظیم الشان هم ګناهونه له منځه وړي» ورپسې یې د القدر سورت په اړه تفصیل ورکړ.
د ژبني توپیر، بدلون او تحول
“علمي – څېړنیز کنفرانس” نن شنبه د 1444 هـ ق کال د رمضان المبارك 24مه نېټه علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو؛ د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د ژبپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي ( د ژبني توپیر، بدلون او تحول) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د بهائیت فرقې په جوړولو کې د پخواني او اوسني استعمار رول
“علمي- څېړنيز کنفرانس” وړاندې کوونکی: څېړنوال دکتور نور الله کوثر موضوع: زاړه او نوي استعمار تل د فرقو په رامنځته کولو او د اسلامي ټولنو خلکو په انحراف او د هغوی ترمنځ د اختلافاتو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی، چې بهائیت د دې رول څرګند مثال ګڼل کیدی شي، ځکه چې د بهائیت باطله او منحرفه فرقه د استعماري رسنیو په همکارۍ رامنځته شوې ده او نن ورځ په بشري ټولنو کې په پټه او ښکاره توګه خپلې عقیدې ته بلنه ورکوي.
«ادبي کالم ليکنه» علمي- څېړنيز کنفرانس
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د «ادبي کالم ليکنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۲هـ. ش کال د وري په ۹مه نېټه وړاندې کړ.