کنفرانسونه
د ټکنالوجۍ او کمپیوټري پروګرامونو (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین او د هغو ګټې
"علمي ـ څېړنیز کنفرانس" کابل/ ۱۵ / ثور/ ۱۴۰۳ هـ.ل. د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز د ساختماني انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي انجینیر حشمت الله سهیل (د تکنالوجۍ او کمپیوټري پروګرامونو (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین او د هغو ګټې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. څېړونکي په دې کنفرانس کې د (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین د تشريح پرمهال وويل: د ډیزاین او انجینیرۍ په برخه کې د ټیکنالوژۍ زیات کارول د ډیزاین پروسې ته وده ورکولو او د ساختمان په مختلفو مرحلو کې د تولید زیاتوالي لپاره د انسانانو تر ټولو مهم وروستي لاسته راوړنې دي. د انجینیرۍ ډیزاین پروسه کې د کمپیوټرونو د کارونې سره، د کمپیوټر وسیلو د لاسي ډیزاین وسیلې لکه کاغذ، قلم او د نقاشۍ تخته ځای نیولی دی.
د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لايحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس «د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول» د علومو اکاډمۍ د څېړونکو، استادانو او د ژورناليزم انستيتوت د علمي غړو په ګډون د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونيت کې وړاندې کړ.
ایا نظامي کېدل د اسیا په سترو نظامي قدرتونو کې د حکومت د ثبات لامل کېږي؟ د نړۍ د حکومتولۍ شاخص رول
«علمي – څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي، ښاغلي څېړندوی عمران زکریا، څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه (ایا نظامي کېدل د اسیا په سترو نظامي قدرتونو کې د حکومت د ثبات لامل کېږي؟ د نړۍ د حکومتولۍ شاخص رول) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د ګارټن د ريفولوشن تيوري او د مصر په ۲۰۱۱ز. کال پاڅونونو کې يې تطبيقي مطالعه
"علمي ـ څېړنیز کنفرانس" د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالصبور مبارز ( د ګارټن د ريفولوشن تيوري او د مصر په ۲۰۱۱ز. کال پاڅونونو کې يې تطبيقي مطالعه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په وخیمو ناروغانو کې، روغتون ته د مراجعې د وخت او له انذارو سره یې د اړیکې څېړنه
د کنفرانس وړاندې کوونکی: څېړنوال ډاکټر ضیاءالرحمن حقمل ځای: د علومو اکاډمي د کنفرانسونو تالار نېټه: ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۰۲ د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د کنفرانس موخه: په وخیمو ناروغانو کې روغتون ته د مراجعې د وخت او انذارو ترمنځ اړیکې څېړنه او په وخیمو ناروغانو کې د مراجعې په وخت باندې د ناروغانو د اوسېدلو د ځای، اقتصادي حالت، عمر او جنس د اغېزو څېړنه د دغه کنفرانس موخه ده.
په خوب کې د ځای لندول یا Enuresis (خپوروالی، لاملونه او درملنه)
کنفرانس وړاندې کوونکی: څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل ځای: د علومو اکاډمي د کنفرانسونو تالار د وړاندې کولو نېټه او وخت: شنبه، ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ.ل (۱۴۴۵/۸/۲۱ هـ.ق) نېټه، له غرمې مخکې (۱۰:۰۰ بجې). د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي. د کنفرانس موخه: د Enuresis د خپوروالي، لاملونو او درملیزو میتودونو روښانه کول
په ختيځ زون کې د پشهيي ژبې سواد زدهکړې لپاره د چاپ شوو آثارو د ستونزو څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشـري علومو معاونيت د ژبو او ادبياتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلی څېړندوی فريدالله فرحان نن دوشنبه د ۱۴۰۲ل کال د کب میاشتې په ۷مه نېټه (په ختيځ زون کې د پشهيي ژبې سواد زدهکړې لپاره د چاپ شوو آثارو د ستونزو څېړنه) تر سرليک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
د اسلامي امارت فرهنګي لاسته راوړنې
«علمي – څېړنیز کنفرانس»: ځای: د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ل.ل د پښتو څېړنو نړۍوال مرکز علمي غړي څېړنوال رحمت الله هوتک ( د اسلامي امارت فرهنګي لاسته راوړنې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د محمد زرین انځور «د شاړې کوڅې» د اثر منظر کښنه
«علمي ـ څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوت د ادبیاتو او متنپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی حضرت آغا همدرد نن چهارشنبه د ۲۷/۱۰/۱۴۰۲ل نېټه د (د محمد زرین انځور «د شاړې کوڅې» د اثر منظر کښنه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس په پيل کې د اثر د لیکوال او د اثر لنډه پېژندنه وشوه؛