کنفرانسونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

په جرمني کې د پښتنو فرهنگي هڅې

د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمايت الله ښاد «په جرمني کې د پښتنو فرهنگي هڅې» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. په پيل کې د کنفرانس د موضوع پر موخو، ارزښت او اړتيا، د څېړنې پر ډول او مېتود باندې هر اړخيزې خبرې وکړې او ورپسې يې د موضوع په تړاو د المان يا جرمني د معرفۍ، له جرمني سره د افغانستان پر تاريخي، علمي او فرهنگي اړيکو، جرمني ته د افغانانو د ورتگ پر تاريخي بهير او لاملونو او په ټوله کې په جرمني کې د پښتنو له لوري پر ترسره شويو فرهنگي هڅو باندې رڼا واچول شوه.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۱:۴۴
Background image

د خاورې د تخريب او اوبو د ککړتيا لاملونه او حل لارې

د علومو اکاډمۍ د طبیعی- تخنیکی علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژی او زراعت د مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور شاهدالله ساپي خپل علمي-څېړنيز کنفرانس (د خاورې د تخريب او اوبو د ککړتيا لاملونه او حل لارې) تر عنوان لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندی کړ.

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان د تعامل د پراختیا انګېزې

"علمي څېړنیز کنفرانس" د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي رحمت الله همت مظلوم یار لخوا د ۱۴۰۳هـ ش کال چنګاښ پر ۲۳ نېټه « له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان د تعامل د پراختیا انګېزې» تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې کړ. کنفرانس د قران عظیم شان په تلاوت سره پیل شو. نوموړي له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان د تعامل د پراختیا سیاسي، امنیتي او اقتصادي انګېزو باندې بحث وکړ.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

د سیمې د اوسني وضعیت په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ!

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له لوري د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ. کنفرانس د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې څېړونکو ته د موضوعاتو د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوه. دغه کنفرانس څلور برخې درلودې.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه

“علمي- څېړنیز کنفرانس” د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن "د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه" پر موضوع علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

Pagination