کنفرانسونه
قره باغ جګړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حل لارې
“علمي ـ څېړنیز کنفرانس” د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، د قفقاز حوزې څېړونکي ښاغلي څېړندوی عبدالخالق فردوس د (قره باغ جګړه؛ د نه پای ته رسېدو لاملونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د زړۀ سختوالی او د علاج لارې چارې یې
د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونیت د فقهې او عقیدې مرکز د تصوف او عرفان انسټیټوټ د تصوف څانګې آمر څېړنوال محمد نذیر محمدي (د زړۀ سختوالی او د علاج لارې چارې یې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کانفرانس وړاندې کړ.
د قرآن عظیم الشان د نزول د لمانځغونډې علمي – څېړنیز کنفرانس
یاد کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، وروسته د علومو اکاډمي مرستیال ښاغلي شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب « د قرآن کریم فضیلت» په اړه مفصله وینا واوروله او ویې ویل چې: رمضان ګناهونه سوځوي، همدا راز قرآن عظیم الشان هم ګناهونه له منځه وړي» ورپسې یې د القدر سورت په اړه تفصیل ورکړ.
د ژبني توپیر، بدلون او تحول
“علمي – څېړنیز کنفرانس” نن شنبه د 1444 هـ ق کال د رمضان المبارك 24مه نېټه علمي – څېړنیز کنفرانس ترسره شو؛ د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ د ژبپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي ( د ژبني توپیر، بدلون او تحول) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د بهائیت فرقې په جوړولو کې د پخواني او اوسني استعمار رول
“علمي- څېړنيز کنفرانس” وړاندې کوونکی: څېړنوال دکتور نور الله کوثر موضوع: زاړه او نوي استعمار تل د فرقو په رامنځته کولو او د اسلامي ټولنو خلکو په انحراف او د هغوی ترمنځ د اختلافاتو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی، چې بهائیت د دې رول څرګند مثال ګڼل کیدی شي، ځکه چې د بهائیت باطله او منحرفه فرقه د استعماري رسنیو په همکارۍ رامنځته شوې ده او نن ورځ په بشري ټولنو کې په پټه او ښکاره توګه خپلې عقیدې ته بلنه ورکوي.
«ادبي کالم ليکنه» علمي- څېړنيز کنفرانس
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د «ادبي کالم ليکنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۲هـ. ش کال د وري په ۹مه نېټه وړاندې کړ.