د علومو د اکاډمي عمومي کتابتون

کتاب خانه اکادمی علوم

د افغانستان د علومو د اکاډمۍ عمومي کتابتون د بېلابېلو انجمنونو او علمي څېړنیزو مؤسسو او بنسټونو څخه منځته راغلی چې په اوسني وخت کې د هېواد تر ټولو لویو علمي او څېړنیزو کتابتونونو څخه شمېرل کېږي.

د علومو د اکاډمۍ په کتابتون کې د ټولو علومو کتابونه او مجلې شتون لري او نوموړی کتابتون په څلورو برخو وېشل شوی چې عبارت دي له:

لمړی: د وېش برخه

دویم: د ریفرنس یا حوالې برخه

دریم: د مجلو او جریدو برخه

څلورم: د لیکلي نسخو برخه

په دې کتابتون کې کتابونه په منظم ډول په خپلو الماريو کې ځای پر ځای شوي دي چې د هرې برخې کتابونه په خپلو ځانګړو الماریو کې تنظیم شوي دي او د نوموړي کتابتون په ډیجټلي کولو باندې هم کار روان دی.

نوموړی کتابتون د مطالعې لپاره یوه ارامه فضا لري چې ګران هېوادوال کولای شي د څېړنې او مطالعې لپاره ترې ګټه پورته کړي.

لسګونه علماء کرام، استاذان، څېړونکي او زده کړیالان هره د څېړنې او مطالعې لپاره راځي او د دې کتابتون د څېړنیزو او علمې آثارو څخه بشپړه او اغېزمنه ګټه پورته کوي.

دغه ستر کتابتون په افغاني ټولنه کې د پوهې او کلتور د بنسټيز کېدلو په برخه کې د ګرانو هېوادوالو په خدمت کې دی.