د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئیس پیغام
د افغانستان د علومو اکاډمي د خپلو تقنیني اسنادو او د خپلو فعالیتونو د ماهیت پر اساس، په هېواد کې له لوړو علمي- څېړنیزو مراجعو څخه ده او د دې ادارې علمي- څېړنیز فعالیتونه د ګران هېواد افغانستان کې د علومو د خپرولو او فرهنګي او اقتصادي چارو ته په ترقي ورکولو متمرکز دي.
دغه اداره له تأسیسه تر اوسه پورې ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري چې د نړیوالو د توجه وړ ګرځېدلې دي.
د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبرۍ هیأت بنسټيزو او د استفادې وړ معیاري څېړنو ترسره کولو ته ژمن دی، د مطالعې دود خپرول او رایجول او د معیاري څېړنو دودول په ټولنه کې له خپلو مهمو کاري اصولو ګڼي.
د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري د ټولو فرهنګيانو او متفکرینو له سالمو نیوکو او وړاندیزونو څخه هرکلی کوي او د حقیقي او حکمي اشخاصو له ګټورو طرحو څخه د دې اداری د علمي فعالیتونو د لا ښه والي او د اصلاحاتو د تطبیق په هکله چمتو ده او عملي کوي يې.