کنفرانسونه
د ناڅاپي قلبي مړینو څېړنه
(علمي – څېړنیز کنفرانس) د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر ضیاءالرحمن حقمل په ۲۸/ ۹/ ۱۴۰۱ هـ ش نېټه، د ناڅاپي قلبي مړینو تر عنوان لاندې کنفرانس د علومو اکاډمي علمي غړو ته وړاندې کړ.
په پښتو کې د ځینو دخیلو عربي کلمو د تلفظ او معنا د سمون ستونزه
علمي- څېړنیز کنفرانس په ۳۰/ ۸/ ۱۴۰۱نېټه د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو انستیتوت علمي غړي او د علومواکاډمي د دایرةالمعارف مرکز رئیس ښاغلي څېړنوال وجیه الله شپون د څېړنپوه علمي رتبې ته د ترفيع لپاره د «په پښتو کې د ځینو دخیلو عربي کلمو د تلفظ او معنا د سمون ستونزه» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د علومواکاډمي د بشري علومو د برخې د محترم معاونیت په دفتر کې د ژبو او ادبیاتو مرکز او نورو اهل مسلک درنو پوهانو په محضر کې وړاندې کړ.
د «بیانات افغاني» خطي نسخې پېژندنه او شننه
«علمي- تحقیقي کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزی «د (بیانات افغاني) خطي نسخې پېژندنه او شننه» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۴۰۱هـ. ش کال د لړم په ۱۴مه نېټه د پوهانو او استادانو په حضور کې وړاندې کړ.
په پښتو ادب کې د کیسهګۍ څېړنه
«علمي- څېړنیز کنفرانس» نېټه: ۲۵/۷/۱۴۰۱ د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي ((په پښتو ادب کې د کیسهګۍ څېړنه)) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. په دې علمي څېړنیز کنفرانس کې په کیسهګۍ، په نړیوال او پښتو ادب کې د کیسهګۍ پر مخینه، د کیسهګۍ پر ځانګړنو، ایا کیسهګۍ یو ژانر دی او که نه دی؟ د کیسهګۍ په مخالفت، د کیسهګۍ داخلي جوړښت، په پښتو ادب کې د لیکل شویو کیسهګیو پر منځپانګه خبرې وشوې.
د احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې
«علمي _ څېړنیز کنفرانس» نېټه :۱۲ / ۷ / ۱۴۰۱ د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو د مرکز علمي غړي څېړنیار وليباز آرین د "احمدشاه بابا فرهنګي کارنامې" تر نامه لاندې د علومو اکاډمۍ د پوهانو په حضور کې علمي _ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د سلسل البول (Urinary incontinence) د ډولونو او لاملونو بررسي
«علمي - څیړنیز کنفرانس» وړاندې کونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل د وړاندې کولو نېټه: سه شنبه، ۱۴۰۱/۷/۱۲ ( ۱۴۴۴/۳/۸) د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي. د کنفرانس هدف: ۱- د سلسل البول دبېلابېلو ډولونو بررسي کول. ۲- د سلسل البول د لاملونو بررسي کول. ۳- د سلسل البول د تر ټولو عامو لاملونو په ګوته کول.