کنفرانس ها

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۳:۱۳
Background image

مبارزه علیه فساد اداری

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس جوړ شو د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د علوم اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کې داير شو. دغه كنفرانس چې قرانكريم د څو مبآركو ايتونو په تلاوت سره پيل شو وروسته د علومو اکاډمۍ عمومي رئيس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلو پرانستونكو خبرو کې ویل چې د اسلام سپېڅلی دین هر ډول فساد رد کړی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ زموږ په هېواد کې فساد هغه پدیده ده، چې زموږ ادارې ورسره مخ دي. او زموږ د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دى ، ښاغلي شكيب زياته كړه د اداري فساد د ریښو پيدا کول او د یوې ملي پدیدې په توګه پېژندل، د فساد په وړاندې د عامه افکارو راپارول او داسې نورې ورته لارې چارې کولې شي، چې د اداري فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

کنفرانسونو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنیز کنفرانس جوړ شو د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت له لوري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه علمي ــ څېړنی

نن چهار شنبه د افغانستان دعلومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د UNDP، اقتصاد وزارت او اجرائیه ریاست استازو لخوا د( اهداف انکشاف پایدار افغانستان«۲۰۱۵- ۲۰۳۰») پرزینټيشن وړاندې شو. په پیل کې د علومو اکاډمۍ علمي منشي ډاکټر احمدشاه عمر وردګ راغلیو استازو ته ښه راغلاست ووایو او زیاته یې کړه دا یوه مهمه برنامه ده، چې د افغانستان لپاره ډېره اړینه ده، ځکه دا یوه جامع او هر اړخیزه برنامه ده او هيله یې وکړه چې د علومو اکاډمۍ استادان وکولی شي ددې برنامې په اړه ښې طرحې ډیزاین کړي، د اقتصاد وزارت او نورو ورته ادارو ته یې وسپاري.

Pagination