کنفرانسونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۰:۹
Background image

په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو مرکز عملي غړي څېړنوال مفتي محمدنبي "المیداني" ( په دارالحرب کې مسلمان ته د سود اخیستلو حکم) تر سرليک لاندې علمي - څېړنيز کنفرانس د اسلامي علومو په معاونیت کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۱۸
Background image

د فقهي مذهبونو منځ ته راتګ او د اختلاف اسباب یې

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د فقه او قانون مرکز علمي غړي څېړندوی اسد الله میاخیل د (د فقهي مذهبونو منځ ته راتګ او د اختلاف اسباب یې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د څېړونکو او استاذانو په حضور کې وړاندې کړ.

شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۵:۳۹
Background image

لوړ فعاليت لرونکې مايع کروماتوګرافي (HPLC) او د افغانستان په تحليلي لابراتوارونو کې يې اړتيا او اهميت څېړل

«علمي – څېړنیز کنفرانس» د افغانستان علومو اکاډمي د طبیعی – تخنیکي علوم معاونیت اړوند د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو مرکز علمي غړي ښاغلي څېړندوی عمران لايق د ( لوړ فعاليت لرونکې مايع کروماتوګرافي (HPLC) او د افغانستان په تحليلي لابراتوارونو کې يې اړتيا او اهميت څېړل ) تر سلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړونکو، استادانو او د خوړو او درملو معينيت متخصصينو په حضور کې وړاندې کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۸:۵۹
Background image

د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیا رغونې په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکادمي د طبیعی – تخنیکي علوم معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف ( د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیا رغونې په اړه څېړنه ) تر سلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړونکو، استادانو او علماء کرامو په حضور کې وړاندې کړ.

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رمضان المبارک ۲۳مه د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونيت د تفسیر او حدیث مرکز په نوښت د قرآن عظیم الشان د نزول په مناسبت د « قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت» تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علی کهزاد د سیمینارونو په تالار کې ترسره شو.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د اسلامي نظام په ټينګښت کې د بيان آزادۍ ونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونيت د ټولنيزو علومو د ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي د ترفيعاتو له لايحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس چې عنوان يې دی « د اسلامي نظام په ټينګښت کې د بيان آزادۍ ونډه» د علومو اکاډمۍ د ګڼ شمېر څېړونکو، استادانو، علمای کرامو او د ژورناليزم انستيتوت د علمي غړو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په ۲۹/۱۲/۱۴۰۳ نېټه د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونيت کې وړاندې کړ.

Pagination