کنفرانسونه
د سیمې د اوسني وضعیت په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ!
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له لوري د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ. کنفرانس د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې څېړونکو ته د موضوعاتو د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوه. دغه کنفرانس څلور برخې درلودې.
د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه
“علمي- څېړنیز کنفرانس” د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن "د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه" پر موضوع علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.
د پشهيي الفبا ليکدودي ستونزې
“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سېشنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشهيي الفبا ليکدودي ستونزې) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
د ټکنالوجۍ او کمپیوټري پروګرامونو (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین او د هغو ګټې
"علمي ـ څېړنیز کنفرانس" کابل/ ۱۵ / ثور/ ۱۴۰۳ هـ.ل. د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز د ساختماني انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي انجینیر حشمت الله سهیل (د تکنالوجۍ او کمپیوټري پروګرامونو (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین او د هغو ګټې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. څېړونکي په دې کنفرانس کې د (software) په واسطه د ودانیو ډیزاین د تشريح پرمهال وويل: د ډیزاین او انجینیرۍ په برخه کې د ټیکنالوژۍ زیات کارول د ډیزاین پروسې ته وده ورکولو او د ساختمان په مختلفو مرحلو کې د تولید زیاتوالي لپاره د انسانانو تر ټولو مهم وروستي لاسته راوړنې دي. د انجینیرۍ ډیزاین پروسه کې د کمپیوټرونو د کارونې سره، د کمپیوټر وسیلو د لاسي ډیزاین وسیلې لکه کاغذ، قلم او د نقاشۍ تخته ځای نیولی دی.
د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لايحې سره سم خپل علمي-څېړنيز کنفرانس «د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول» د علومو اکاډمۍ د څېړونکو، استادانو او د ژورناليزم انستيتوت د علمي غړو په ګډون د علومو اکاډمۍ د بشري علومو په معاونيت کې وړاندې کړ.
ایا نظامي کېدل د اسیا په سترو نظامي قدرتونو کې د حکومت د ثبات لامل کېږي؟ د نړۍ د حکومتولۍ شاخص رول
«علمي – څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز څېړونکي، ښاغلي څېړندوی عمران زکریا، څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه (ایا نظامي کېدل د اسیا په سترو نظامي قدرتونو کې د حکومت د ثبات لامل کېږي؟ د نړۍ د حکومتولۍ شاخص رول) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.