کنفرانسونه
د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې
د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز د اقتصاد انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی ضياءالحق ځلاند (د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او علماوو په حضور کې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. په کنفرانس کې د نړیوال اقتصاد د جوړښتي بدلونونو په رڼا کې د بریکس (BRICS) د راټوکېدونکي اقتصادي بلاک تحلیلي ارزونه وړاندې شوه. او دا وویل شول چې بریکس د څو-قطبي اقتصادي نظام د پیاوړتیا، بدیلو مالي بنسټونو (NDB او CRA) د رامنځته کېدو، او د نړیوالو سوداګریزو تعاملاتو د بیا تنظیم په بهیر کې محوري رول لري. د افغانستان لپاره، د جیو-اقتصادي موقعیت، طبیعي زیرمو، او سیمهییز اتصال ظرفیتونه د بریکس له بلاک سره د همکارۍ بالقوه فرصتونه رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د پانګونې جذب، زیربنايي پراختیا، او اقتصادي تنوع په برخو کې. د دغو فرصتونو تحقق د امنیتي ثبات، بنسټیزو اصلاحاتو، او مؤثره اقتصادي تګلارو پورې مشروط دی. څېړونکي وویل چې د بریکس سره تعامل باید تدریجي، پالیسۍ-محور، او د داخلي ګټو پر بنسټ مدیریت شي، څو د پایدارې اقتصادي ودې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او وروسته د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په یووالي مثبت وارزول شو.
د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه
نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او علماو په حضور کې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه
د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه خپل علمي - څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په افغانستان کې د غلاتو د تخمونو د تولید او تصدیق کولو د پروسې ارزونه
نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۰۵ ل کال د حمل/ وري میاشتې په ۱۶مه نېټه د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرني علومو مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په افغانستان کې د غلاتو د تخمونو د تولید او تصدیق کولو د پروسې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د استاذانو او محققینو په حضور کې وړاندې کړ.
په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت
نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت (په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنيز سیمینار د ا.ا.ا مسؤلینو، څېړونکو او علماء کرامو په حضور کې وړاندې شو.
په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي ( په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې شو.
