غونډې
د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ
نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د جوزا د میاشتې ۱۸ مې نېتې سره برابره ده، د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري په خپل کاري دفتر کې د بهر میشتو افغان علماوو او متخصیصو کادرونو سره ملاقات وکړ. په دې ملاقات کې د هېواد په علمي، فرهنګي، اقتصادي پرمختګ باندې بحث ترسره شو، د علومو اکاډمي رهبرۍ بهر میشتي متخصیصین پانګوال او مخور شخصیتونه را دعوت کړل چې د هېواد د آبادۍ او ترقۍ لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي او د خپلو علمي تجاربو او پانګې په وسیله د دې ټولنې د ځان بساینې سبب وګرځي. همدا شان راغلو میلمنو هم د زده کړو، اقتصادي پرمختګ او د یو بل منلو په اړه خپل نظریات په ازادانه ډول مطرح کړل او په دې اړه یې د لازیاتو بحثونو او مجالسو د دایرولو تاکید وکړ. په پای کې د علومو اکاډمي د رهبرۍ له خوا راغلیو میلمنو ته کتابونه ډالۍ کړل شو.
د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې مېتودولوژي پنځه میاشتني کورس یوویشت ۲۱ تنه فارغانو فراغت غونډه
د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې مېتودولوژي پنځه میاشتني کورس یوویشت ۲۱ تنه فارغانو ته د فراغت غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بشري علومو محترم مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي او د طبیعي او تخنیکي علومو محترم مرستيال شیخ مولوي امیر جان ثاقب او نورو مشرانو برخه اخيستې وه، ويناوالو په اوسني عصر کې د څېړنې پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې دې دغه ډول پروګرامونه نور هم دوام ومومي او په ورته مهال یې په څېړنیز کورس کې د تدریس په هکله د ښاغلي سرمحقق زلمي هېوادمل د زیار او هڅو ستاینه هم وکړه.
د افغانستان د علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ فرید الدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ ندامحمد نديم سره وکتل
د افغانستان علومو اکاډمي لوی رئیس شيخ مولوي فریدالدین محمود د لوړو زده کړو له وزیر شيخ الحدیث مولوي ندامحمد نديم سره تېره ورځ(د غبرګولي ۱۴مه) وکتل. په دې کتنه کې چې د علومو اکاډمۍ پلاوي یې ملتيا کوله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره د علومو اکاډمۍ په اډانه کې د ماسترۍ او دوکتورا د برنامو په پیل او د هغو په تخنیکي برخو خبرې وشوې، دواړه لورو د دغو برنامو پر ایجاد او یو له بل د همکارۍ هوکړه وکړه او په نږدې راتلونکي کې به د تخنیکي چارو په بشپړېدو سره برنامې پیل او په دې برخه کې به د هېواد لپاره کادرونه وروزي.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲ یمه نېټه ترسره کړه.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غویی میاشتې پر ۱۹ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د وري میاشتې پر ۲۹ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د وري میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د کب میاشتې پر ۲۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د کب میاشتې پر ۲ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.