غونډې

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غوایي میاشتې پر ۲۰ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۹ - ۱۰:۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰ ل کال د وری میاشتې پر ۹ یمه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۵ - ۱۳:۵۹
Background image

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څېړنیز مرکز ناسته ترسره شوه

کابل : د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز د مرستیال ښاغلي مفتي عبدالودود دیوبندي په مشـرۍ د ۱۴۰۰ هـ .ل کال د سلواغې (دلو) په ۲۵مه نېټه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت څیړونکو او پوهانو ترڅنګ د دولتي او خصوصي بانکونو مسوولینو پکې برخه اخیستې وه، چې د اسلامي بانکدارۍ په بېلا بېلو اړخونو باندې بحث تر سره شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۳۰ - ۱۳:۲۴
Background image

د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ په اړه ناسته تر سره شوه ۳۰ قوس ۱۴۰۰

کابل : د اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ د جوړیدو لپاره علمي ناسته د لیندۍ د میاشتې په ۳۰ نېټه د سه شنبې پر ورځ په علومو اکاډمۍ کې تر سره شوه، چې په دې علمي غونډه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس محترم  شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود، اسلامي علمومو د معاونیت پوهانو او څېړونکو په کې ګډون درلود.
په دې ناسته کې په اسلامي اقتصاد او بانګدارۍ بر سېره په مختلف النوع بیوع رباء او داسې نورو مسایلو باندې سلا مشورې وشوې .
اسلامي علومو معاونیت ته وظیفه وسپارل شوه چې په دې اړوند د یو مرکز د ایجاد مکمله بڼه جوړه او د عمومي رئیس سره یې شریکه کړي.

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د علامه رشاد د زوکړې سلمې کالیزې د نمانځنې علمي څېړنيز سیمینار د علمي کمیسیون درېیمه ناسته

د علامه اکاډمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې د نمانځنې د سیمینار د علمي کمیسیون درېیمه ناسته د زمري په ۱۳مه د چهارشنبې په ورځ په علومو اکاډمي کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي پر څېړونکو او استادانو سربېره د جمهوري ریاست فرهنګی سلاکار زرين انځور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ښار جوړونې او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو استازو هم برخه اخیستې وه. په ناسته کې د سیمینار لپاره د علمي- تحقیقي مقالو په موضوعي لیکلړ بحث وشو او همدارنګه د یاد سیمینار لپاره چې کوم کتابونه چاپېږي، د هغو په اړه هم نظریات شریک شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

د علومو اکاډمي د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۰هـ . ش کال د اسد مياشتې په ۵مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي- څېړنيزې رسالې او د نويو علمي- تحقیقي پروژو پلانونه تایید او تصویب شول. پردې سربېره د علومو اکاډمي د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسايل بحث او پرېکړې وشوې.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د اکاډميسين لایق په اړه د علمي – څېړنيز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

د اکاډمیسین سلیمان لایق د لومړي تلین په مناسبت د علمي – تحقیقي سیمینار د علمي کمیسیون دوهمه غونډه د علومو اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي په مشرۍ په داسې حال کې ترسره شوه چې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب هم په کې ګډون درلود. په دې غونډه کې د سیمینار لپاره د لیکل شویو مقالو پر ارزونې سربېره د سيمينار اړوند په نورو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي پر علمي غړو سربیره د سليمان لايق د فرهنګي او ادبي بنسټ غړو هم برخه اخيستې وه. تمه ده چې دغه سيمينار په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د علامه رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت د سیمینار د علمي کمیسیون دوهمه غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د هېواد د نومیالي لیکوال، څېړونکي او ژبپوه علامه اکاډميسین عبدالشکور رشاد د زوکړې د سلمې کالیزې په مناسبت علمي – څېړنیز سمینار د جوړولو کمیسیون دوهمه غونډه نن (شنبه) د چنګاښ په ۱۹مه نېټه ترسره کړه.

Pagination