د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل
د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ ال.حدیث مولوي فرید ال.دین مح.مود پرون په خپل ریاست کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل.
یادو استازو په دغه کتنه کې د ښې حکومتولۍ او بېلا بېلو برخو کې د مثبتو بدلونونو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې روان وضعیت د هغه څه سره توپیر لري چې د یو شمېر مغرضو رسنیو پرمټ نړیوالو ته وړاندې کېږي.
د علومو اکاډمي محترم رئیس وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او افغانستان هر وګړي ته په کار دي چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او له حکومت سره په ګډه د هېواد په ودانولو کې رغنده برخه واخلي او له بې بنسټه تبلیغاتو منلو څخه ډډه وکړي. کومه ستونزه چې د تعلیم په برخه کې ظاهراً ولس ته تر سترګو کېږي هغه به ان شاء الله ډېر ژر حل او فصل شي.