غونډې
د افغانستان بېطرفه بهرني سياست په اړه د جوړېدونکي علمي - څېړنيز سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو ناسته وکړه
کابل: ۱۴۰۲/لیندۍ/۶ د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له لوري د قوس پر ۱۵مه نېټه «د افغانستان بېطرفه بهرنی سياست» ترسرليک لاندې عملي - څېړنيز سيمينار جوړېږي. د دغه سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو غړو نن د دوشنبې ورځ د دغه سيمينار د لا ښه تنظيم په موخه غونډه وکړه.
د علومو اکاډمي د نشراتي کمیسیون غونډه جوړه شوه
کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ، نشراتي کمیسیون خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ هـ. ش کال د تلې مياشتې پر ۹مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د نشراتي کمیسیون غړو ګډون کړی وو او کمیسیون ته د راجع شويو آثارو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د وږی میاشتې پر ۲۱ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د وږی میاشتې پر ۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د زمری میاشتې پر ۱۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علي کهزاد د سیمینارونو په تالار کې د ارشاد او دعوت د ممتازو شاګردانو ستاینغونډه ترسره شوه
یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. وروسته د علومو اکاډمي مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په ټولنه کې د علم د زده کړې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې "د علم زده کړه د ټولنې مهمه اړتیا ده چې باید جدی پاملرنه ورته وشي" وروسته د ارشاد او دعوت عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم شهید ورور د اسلامي علومو په ارزښت مفصله وینا وکړه، او زیاته یې کړه چې "باید په هر ارګان کې دیني علومو ته زیاته پاملرنه وشي ځکه چې د دې علومو زده کړه له یو اړخه د هر مسلمان شرعي مسؤلیت دی او له بله اړخه دا د امیر المـ..ؤمنین فرمان دی او د امیر فرمان منل په ټول رعیت باندې واجب دی، نو دې درسونو ته باید لومړيتوب ورکړل شي"
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۷ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.
"د افغانستان د پرمختګ لار" د علمي _ څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون لومړۍ ناسته وشوه!
کابل: یکشنبه، 1402/4/25 "د افغانستان د پرمختګ لار" د علمي _ څېړنیز سیمینار د علمي کمېسیون لومړنۍ غونډه د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت په مقام کې جوړه شوه. په نوموړي مجلس کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د علمي _ څېړنیز سیمینار لپاره پر هغو شاخصونو او موضوعاتو بحث او خبرې وشوې چې په هغو برخو کې د علمي _ تحقیقي مقالو لیکلو اړتیا ده. د بحث او خبرو په پایله کې (17) شاخصونه وټاکل شول چې په یادو برخو کې به څېړونکي او پوهان علمي _ څېړنیزې مقالې لیکي.
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۳۰ یمه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي –څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.