سیمینارونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۰:۲۱
Background image

” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “علمي-څېړنیز سیمینار تر سره شو!

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د ۱۴۰۲هـ.ل.کال د لیندۍ پر ۱۵مه نېټه ” د افغانستان د ناپېیلي بهرني سیاست ګټې “تر سر لیک لاندې یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتون استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ شو.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

«د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې» علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز په نوښت د ترانسپورټ او ترانزیټ نړیوالې ورځې په پار د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، د پوهنتونونو د استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړ شو.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۶
Background image

«د افغانستان د پرمختګ لار» علمي ـ څېړنیز سیمینار ترسره شو!

نن د تلې (میزان) د میاشتې په ۱۹ مه نېټه افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه علي احمد کهزاد د غونډو په تالار کې «د افغانستان د پرمختګ لار» تر سرلیک لاندې سیمینار تر سره شو. سیمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلات سره پیل شو. د سیمینار په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس ښاغلي شی.خ الحدیث فری.دالدین محمود پرانیستې او هر اړخیزه وینا وکړه، بیا په ترتیب سره د لوړو زده کړو وزارت، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازو خپل پیغامونه او ویناوې واورولې او ورپسې د سیمینار دویمه برخه چې د علمي مقالو د اورولو برخه وه، د څېړنپوه برهان الله نیازي په مشرۍ او د څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي په مرستیالۍ پیل شوه او په ترتیب سره په کې (۷) تنو څېړونکو خپلې مقالې واورولې. د سیمینار په پای کې د پرېکړه لیک لاندې مسوده په (۱۰) مادو کې د ګډونوالو له خوا تائید شوه:

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

"په خیر القرون کې د ښځو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو؛

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز د په نوښت په (۷/۲/۱۴۴۵هـ ق- ۱/۶/۱۴۰۲هـ ش)کال د وږي په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ «په خیر القرون کې د ښځو ونډه» په نامه علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ. په دې سيمينار کې د کابیني د یو شمېر غړیو، ګڼو پوهانو، څېړونکو، استاذانو، د تحصيلي او کلتوري بنسټونو استازو، ګڼو مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی وو.

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۷:۸
Background image

"د افغانستان د مهاجرت ادبیات" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو او د پښتو څېړنو بین المللي مرکزونو د ۱۴۰۱هـ. ش کال د کب په ۱۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د مهاجرت ادبیاتو د موضوع څېړنې اهميت، ارزښت او اړتيا ته په کتلو سره «د افغانستان د مهاجرت ادبیات» په نامه علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ. په دې سيمينار کې ګڼو پوهانو، څېړونکو، استادانو، د تحصيلي او فرهنګي بنسټونو استازو، مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی وو.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۹:۴۰
Background image

په افغانستان کې د چاپېریال څېړنه، ستونزې او حل لارې

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او کرنې مرکز له خوا د احمد علي کهزاد په تالار کې د (په افغانستان کې د چاپېریال څېړنه، ستونزې او حل لارې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سمینار ترسره شو.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې يې ونډه

«علمي او څېړنیز سیمینار» «په اسلام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او د ټولنې په اصلاح کې يې ونډه» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز سیمینار د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت په نوښت په ۲۲/۴/۱۴۴۴ هـ ق= ۲۵/۸/۱۴۰۱ هـ. ش نېټه دائر شو.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

افغانستان او سيمه ييز اتصال فرصتونه او ننګونې تر سرليک لاندې علمي- څېړنيز سيمينار په ارګ کې ترسره شو

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییز مطالعاتو مرکز له خوا «افغانستان او سيمه ييز اتصال: فرصتونه او ننګونې» تر سرليک لاندې یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د ميزان میاشتې پر ۲۰مه د چهارشنبې په ورځ د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شو. سيمينار د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو پر تلاوت پيل شو د سیمينار په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمي مرستيال مولوي امير جان ثاقب پرانیستونکې وینا وکړه هغه وویل:

دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۰:۵۵
Background image

په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه

(علمي ـ څیړنیز سیمینار ) کابل: د ۱۴۰۱ د زمري د میاشتې پر ۹ نېټه، سهار ۱۰:۰۰ بجې «په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو د مرکز له خوا د علامه احمد علي کهزاد د کنفرانسونو په تالار کې علمي ــ څېړنیز سیمینار جوړ شو. غوڼده د مولوي رحمت الله مخلص له خوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، له تلاوت وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود عالمانه وینا وکړه ورپسې د ا. ا مرستیال ویاند قاري محمد یوسف احمدي، د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن آخند پیغام ولوست. د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دکتور لطف الله خیرخوا وینا وکړه او همدارنګه له بېلابېلو ادارو څخه را رسېدلي پیغامونه ولوستل شول.

Pagination