سیمینارونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

افغان سوله؛ خنډونه او حل لارې

«علمي- تحقیقي سیمینار» کابل – د علومو اکاډمي: د افغانستان جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني په ۲۱/ ۱۰/ ۱۳۹۹ نېټه په کابل پوهنتون کې «د سولې د اعمار» په نوم کنفرانس د محصلينو لپاره وړاندې کړ او په کې يې د سولې تعريف، د نظام د مشروعيت روايت او له شخصي قدرت څخه د ملي اقتدار د بېلولو په اړه توضيحات ورکړل. جلالتمآب جمهور رئيس هلته لارښوونه وکړه چې هيله لري، دغه موضوع په افغانستان کې سرتاسري بحث ایجاد کړي ترڅو په نتيجه کې يې د سولې په باب سرتاسري اجماع ته ورسيږو. نو د جمهور رئيس د همدې لارښوونې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي د سولې اړوند بحثونه پيل کړي دي چې پيل يې د «افغان سوله؛ خنډونه او حل لارې» له سيمينار څخه وشو.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۹:۵۱
Background image

د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمه ییزه ډيپلوماسي

«علمي- څېړنیز سیمینار» ------------------------------------------------------------- کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییز مطالعاتو مرکز له خوا «د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمه ییزه ډيپلوماسي» په نوم یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د لړم میاشتې په ۲۶مه د دوشنبې پر ورځ ترسره شو. دغه سیمینار د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شو. د سیمينار په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل:

شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۰:۴۳
Background image

په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت یې

«علمي- څېړنیز سیمینار» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو معاونیت له خوا «په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت یې» په نوم یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې پر ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو. دغه سیمینار د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شو. د سیمنار په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل:

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

«اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین» علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسير او حديث مرکز له خوا «اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین » تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شو. د سيمينار په لومړۍ ورځ (دوشنبه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام، د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پیغام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام، د سولې په چارو کې د دولت وزارت پیغام، د کابل پوهنتون پیغام لوستلو ترڅنګ د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب، د حج، ارشاد او اوقافو وزير مولوي محمد قاسم حليمي، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، د ولسي جرګې غړي ډاکټر عبدالقیوم سجادي، د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي، د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين مولوي محمد عارف ملکیار، د جامعة المصطفی د اسلامي علومو د څانګې رئیس دکتور احمد ذبیح افشاګر، د علماوو د شورا غړي مولوي سعید الرحمن احساس او ديني عالم محمد ناصر حلیمي د سيمينار د موضوع په تړاو چې اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دين دی، ارزښتمنې ويناوې وکړې.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

افغانستان گهواره زبان فارسی دری

د ولسمشر د حکم پر اساس د خپلواکۍ د سلمې کالیزي د نمانځنې په ترڅ کې د افغانستان د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون ( افغانستان ګهواره زبان فارسی دری) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز سیمینار دویمه علمي غونډه د علومو اکاډمي دعلامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړه شوه . په دې څېړنیز سیمینار کې د علومو اکاډمي رئیس ښاغلي څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکیب د غونډې ګډونوالو، پوهانو او استادانو ته هر کلی ووايه او د فارسی دري ژبې لرغونتیا په اړه وغږېد ، ښاغلي ډاکټر شکیب وویل فارسی دری ژبه په نظم او نثر کې خپل ځانګړی خوږوالی لري او زیاته يې کړه چې دې ژبې د خپلې غوړېدا په لړ کې له هند څخه تر عثماني امپراطوري پورې د ملتونو د تاریخ ، فرهنګ او ادب ژبه وه.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۲:۴۱
Background image

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې د روان کال غوايې د میاشتې په ۴ نېټه د(سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې) تر سرلیک لاندې د افغانستان په علومو اکاډمي کې سیمینار دایر شو، چې د علومو اکاډمي د غړو تر څنګ حکومتي چارواکو، دملي شورا او سولې شورا غړو او دیني علماوو په کې ګډون کړی وو. غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، او ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو. د غونډې په پیل کې ډاکټر محمد نبي مصداق د ولسمشر پیغام ولوست، په پیغام کې سوله د ژوند له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل شوې وه، او سوله د علم او فرهنګ د پراختیا او د انساني او اسلامي فرهنګ د پرمختګ کیلي یاده شوې وه. ولسمشرخپل پیغام کې د باعزته تلپاتې او د افغانانو په مالکیت د سولې په راتګ باندې ټینګار کړی و اود علومو اکاډمۍ دغه کار یې ستایلی وه او دغه ډول سمینار جوړېدل یې د سولې لپاره مهم ګڼلی و.

Pagination