سیمینارونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

افغانستان گهواره زبان فارسی دری

د ولسمشر د حکم پر اساس د خپلواکۍ د سلمې کالیزي د نمانځنې په ترڅ کې د افغانستان د علومو اکاډمي او کابل پوهنتون ( افغانستان ګهواره زبان فارسی دری) تر سرلیک لاندې علمي څېړنیز سیمینار دویمه علمي غونډه د علومو اکاډمي دعلامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړه شوه . په دې څېړنیز سیمینار کې د علومو اکاډمي رئیس ښاغلي څېړنوال ډاکټر عبدالظاهر شکیب د غونډې ګډونوالو، پوهانو او استادانو ته هر کلی ووايه او د فارسی دري ژبې لرغونتیا په اړه وغږېد ، ښاغلي ډاکټر شکیب وویل فارسی دری ژبه په نظم او نثر کې خپل ځانګړی خوږوالی لري او زیاته يې کړه چې دې ژبې د خپلې غوړېدا په لړ کې له هند څخه تر عثماني امپراطوري پورې د ملتونو د تاریخ ، فرهنګ او ادب ژبه وه.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۲:۴۱
Background image

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې د روان کال غوايې د میاشتې په ۴ نېټه د(سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې) تر سرلیک لاندې د افغانستان په علومو اکاډمي کې سیمینار دایر شو، چې د علومو اکاډمي د غړو تر څنګ حکومتي چارواکو، دملي شورا او سولې شورا غړو او دیني علماوو په کې ګډون کړی وو. غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، او ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو. د غونډې په پیل کې ډاکټر محمد نبي مصداق د ولسمشر پیغام ولوست، په پیغام کې سوله د ژوند له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل شوې وه، او سوله د علم او فرهنګ د پراختیا او د انساني او اسلامي فرهنګ د پرمختګ کیلي یاده شوې وه. ولسمشرخپل پیغام کې د باعزته تلپاتې او د افغانانو په مالکیت د سولې په راتګ باندې ټینګار کړی و اود علومو اکاډمۍ دغه کار یې ستایلی وه او دغه ډول سمینار جوړېدل یې د سولې لپاره مهم ګڼلی و.

Pagination