"د افغانستان د مهاجرت ادبیات" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۷:۸
د افغانستان د مهاجرت ادبیات

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو او د پښتو څېړنو بین المللي مرکزونو د ۱۴۰۱هـ. ش کال د کب په ۱۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د مهاجرت ادبیاتو د موضوع څېړنې اهميت، ارزښت او اړتيا ته په کتلو سره «د افغانستان د مهاجرت ادبیات» په نامه علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ.

په دې سيمينار کې ګڼو پوهانو، څېړونکو، استادانو، د تحصيلي او فرهنګي بنسټونو استازو، مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی وو.

سيمينار د عظيم الشان قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل او بیا د افغانستان د علومو اکاډمي لوی رئیس محترم شيخ مولوي فرید الدين محمود د سیمینار پرانستونکې وینا واوروله. ورپسې د ا. ا د رئی.س ال.وزراء د مبارکۍ پيغام د ا.ا د مرستیال ویاند قاري محمد یوسف احمدي له خوا ولوستل شو.

تر دې وروسته د سيمينار د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې په منځ منځ کې يې (۲) تنو سياسي او علمي شخصيتونو ويناوې وکړې او هم د یو شمېر وزارتونو پیغامونه واورول شول. په ټوله کې د موضوع په تړاو ټولې (۲۵) عنوانه علمي- څېړنيزې مقالې رارسیدلې وې او په سیمینار کې لس(۱۰) عنوانه مقالې ولوستل شوې چې، د مهاجرت ادبیاتو بېلا بېل اړخونه په کې روښانه او مفصل څېړل شوي وو. د مقالو په تړاو بحث او مهمې پوښتنې وشوې چې د مقالو د لا غنامندۍ سبب شوې.

سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د ژبو او ادبیاتو او د پښتو څېړنو بین المللي مرکزونه وستایل شول، چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.

د سيمينار ګډونوالو په پای کې لاندې پرېکړه‌ليک تصویب کړ:

1. د ژبو او ادبیاتو او د پښتو څېړنو بین المللي مرکزونه دې، د افغانستان د مهاجرت ادبیاتو په بېلا بېلو برخو علمي- څېړنيزې پروژې طرح او وڅېړي.

2. د علومو اکاډمي د تاريخ څانګه دې هم، د شورويانو او همداراز د امريکايانو پر ضد د شويو جهادونو او مبارزو په باره کې علمي- تحقیقي پروژې ولیکي او دغه ویاړمنه دوره دې مستنده کړي.

3. زموږ د هېواد په علمي او فرهنګي آثارو، دایرةالمعارفونو او نورو اصطلاحي قاموسونو کې «د مهاجرت ادبیاتو» په اړه تر اوسه پورې څه نه ليدل کېږي، دغه او نور اصطلاحات، لکه: د تبعيد ادبیات، جلاوطنه ادبیات، جهادي يا د مقاومت ادبیاتو اصطلاحات دې په دغو علمي مراجعو کې شاملې او تحليل شي.

4. د افغانستان د ادبیاتو تاریخ د نوې دورې د پيلېدو په اړه جدي بحث ته اړتيا شته، په کار ده چې په دې اړه ادبپوهان خپل نظريات سره همغږي او واحد کړي او دغه موضوع دې د يوه علمي- تحقیقي سيمينار له لارې مطرح او وڅېړل شي.

5. د مهاجرت د وخت موقوت او ناموقوت آثار دې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له لارې راټول او خريداري شي او د علومو اکاډمي په کتابتون کې دې يو ځانګړی ځای ورته مشخص او هملته دې وساتل شي، ترڅو د همدې آثارو پربنسټ دغه دوره لا ډېره وڅېړل شي.

6. هغه جهادي دایرة المعارف چې د جهاد په کلونو کې په پېښور کې او یا د هجرت په نورو حوزو کې د افغان پوهانو، څېړونکو او لیکوالو له خوا لیکل شوی و، د افغانستان د علومو اکاډمي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې دې تعقیب، پيدا او په علومو اکاډمي کې دې خوندي او راجستر کړای شي.

7. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړانديز کېږي چې، د دواړو جهادونو د مهال رسنيز وسايل، لکه: کېسټې (اډيو)، فلمونه (وېډيو) او نور مواد راټول او په مناسب ځای کې خوندي کړي، ترڅو يې له موادو د تاريخ په ليکلو او د هجرت ادبیاتو آرشيف په جوړولو کې استفاده وشي او د امکان په صورت کې دې، په راتلونکي کې د موزیم په سطحه ارتقا ورکړل شي.

8. د افغانستان د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه په درنښت هیله کېږي چې د پورتنيو مسايلو د عملي کولو لپاره د پرېکړه ليک يوه- يوه کاپي اړوندو مراجعو ته واستوله شي.

9. د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست دې، د دغه سيمينار د مقالو ټولګه چاپ کړي.