د خاکجبار کثیر الرشتوی انسټیټوټ سره د علمي آثارو مرسته وشوه
د خاکجبار کثیر الرشتوی انسټیټوټ د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ګڼ شمېر علمي – څېړنیز کتابونه او ګڼې مجلې ددې انسټیټوټ سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره مرسته وکړه.
