په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنيار ياسر پاچا د «په اوس وخت کې د فولکلور ارزښت» په نوم خپل علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۴۰۱هـ. ش کال د سنبلې په ۲۱مه نېټه وړاندې کړ.
ده وویل، فولکلوري ادبیات زموږ د تاریخي هویت او ملت پېژندنې ستر سند دی. په فولکلور کې زموږ د ملي اتلانو کارنامې، ملې ویاړنې او د تاریخي پېښو څرګندونې خوندي دي چې د یوه ژوندي ملت د هویت څرګندونه کوي. د انساني ټولنو د تاریخي هویت په اثبات کې به ډېر عوامل رول لري، ولې یو مهم عامل یې د هغې ټولنې ژبه او ادب هم یادولای شو.
په فولکلوري ادبیاتو کې زموږ د ټولنې ډېر مهم خصوصیات راوړل شوي چې دغه خصوصیات زموږ د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې رغنده رول لرلی شي.
موږ باید خپل اصلي پښتني او افغاني دودونه، خصلتونه او خپل اصیل، هېوادنی ملي او اسلامي فرهنګ وپېژنو، وې پالو او د پردیو له فرهنګ او فرهنګي تېري څخه ځان وساتو. په اوس وخت کې باید فولکلوريک ادبیات د یوه ټولنیز او فرهنګي ارزښت په توګه وپالل او ساتنه یې وشي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته د یوه ستر معنوي ارزښت په توګه ورسېږي.
د فولکلوریکو ادبیاتو د ارزښت او اهمیت د پېژندنې لپاره به همدا بس وي چې و وایو دا ادبیات د هر ولس، ټولنې او ملت په ادبي تاریخ کې ډېره ستره او ارزښتمنه ونډه لري او ورته له پاملرنې او مطالعې پرته د هغوی ادبي تاریخ نیمګړی ګڼل کېږي.