(د ادبي څېړنې میتودولوژي) کتاب چاپ شو

Ezatullah_admin
Sun, Jan 08 2023 11:51 AM
د ادبي څېړنې میتودولوژي

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د علمي غړي او د کابل مجلې د مسئول مدیر څېړنپوه محمد نبي صلاحي اثر (د ادبي څېړنې میتودولوژي) د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ښکلې قطع او صحافت سره په ۲۹۲ مخونو کې چاپ شو.

د دې کتاب په سر کې د لارښود استاد سرمحقق دکتور سیدمحی الدین هاشمي ګزارش چاپ شوی دی. له هغه وروسته د سرمحقق زلمي هېوادمل، څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنپوه مولاجان تڼیوال او  څېړنپوه عبدالشکور قیومي تقریظونه یو په بل پسې چاپ شوي دي.

کتاب یوه سریزه او  شپږ څپرکي لري او له  ۱۱۵ پښتو،  دري، اردو او انګلیسي سرچینو نه استفاده په کې شوې ده.

په لومړي څپرکي کې د موضوع په شالید باندې خبرې شوې دي. په دویم څپرکي کې د څېړنې عمومي مفهوم تشرېح شوی دی. دا څپرکی ۶ برخې لري. درېیم څپرکی د ادبي څېړنې میتودولوژي ته ځانګړی شوی او ۷ برخې لري. څلورم څپرکی د ادبي څېړنې عملي لارې چارې ښیي او ۸ برخې لري. په پنځم څپرکي کې د ادبي څېړنې پړاوونه، په ۱۰ برخو کې ښودل شوي او په شپږم څپرکي کې د څېړنیز اثر د بشپړتابه تخنیکي اړخونه په ۵ برخو کې بیان شوي دي. له هغه وروسته د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه راوړل شوي دي.

دا څېړنه د پخوانیو څېړنو په پرتله ګڼ توپیرونه او ارزښتونه لري. لومړی توپیر یې دا دی چې په ځانګړې توګه د ادبي څېړنې میتودولوژي په اړه لومړنی، خپلواک او مستقل اثر دی او د میتودیک تحقیق نږدې بشپړ میکانیزم په کې تشرېح شوی دی. دویم توپیر یې دا دی چې د دغې موضوع په اړه داسې ټکي په کې ځای پر ځای کړی شوي دي چې هغه نوي، تازه او اپډیټ معلومات دي چې په دې وروستیو وختونو کې د څېړونکو تر منځ د علمي بحثونو پایله ده. درېیم ټکی دا دی چې په علمي څېړنو کې ډېر ښه اثر هغه دی چې څېړونکي په کې د موضوع د سپړنې حق په ښه توګه ادا کړی وي، د تکنیکي اړخونو له پلوه یې معیارونه پوره کړي وي او محقق په خپله څېړنه کې د لوستونکي قناعت حاصل کړای شي. دا اثر دغه ځانګړنه هم لري.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-01/%D8%AF%20%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A%20%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%DB%90%20%D9%85%DB%8C%D8%AA%D9%88%D8%AF%D9%88%D9%84%D9%88%DA%98%D9%8A.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

Latest news

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

Tue, Apr 15 2025 11:52 AM
Background image

"The Afghanistan Quarterly Journal" has just released its latest publication

This academic-research journal, published by the Afghanistan Science Academy, features articles by various authors on economic, social, and cultural topics in English. The newly. . .

BACK TO NEWS