ملي ګټې او بهرنی سیاست

Ezatullah_admin
Tue, Aug 01 2023 3:44 PM
ښاغلي څېړنوال بخت محمد بختیار

علمي – څېړنیز کنفرانس

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو په معاونیت کې د ټولنیزو علومو د مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال بخت محمد بختیار د «ملي ګټې او بهرنی سیاست» په سرلیک علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ښاغلي څېړنوال بخت محمد بختیار په دې کنفرانس کې لومړی د ملي ګټو پر ارزښت، پېژندنې او ډولونو هر اړخیز وغږېد، بهرنی سیاست یې له بېلابېلو خواوو راوسپړه او  له دې سیاست سره یې د ملي ګټو ډېرې ګټې، سرچینې او اړخونه روښانه کړل، د ملي ګټو د ساتنې او له بهرني سیاست څخه د لا ښې ګټنې لپاره یې مسؤلو ادارو او چارواکو ته وړاندیزونه هم وکړل.

دا کنفرانس د استاد له لوري د څېړونکو او ګډونوالو د پوښتنو په ځوابولو تمام شو.

په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لوري یاد کنفرانس د رأیو په اتفاق تائید او مثبت وارزول شو.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS