ملي ګټې او بهرنی سیاست
“علمي – څېړنیز کنفرانس”
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو په معاونیت کې د ټولنیزو علومو د مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال بخت محمد بختیار د «ملي ګټې او بهرنی سیاست» په سرلیک علمي – څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
ښاغلي څېړنوال بخت محمد بختیار په دې کنفرانس کې لومړی د ملي ګټو پر ارزښت، پېژندنې او ډولونو هر اړخیز وغږېد، بهرنی سیاست یې له بېلابېلو خواوو راوسپړه او له دې سیاست سره یې د ملي ګټو ډېرې ګټې، سرچینې او اړخونه روښانه کړل، د ملي ګټو د ساتنې او له بهرني سیاست څخه د لا ښې ګټنې لپاره یې مسؤلو ادارو او چارواکو ته وړاندیزونه هم وکړل.
دا کنفرانس د استاد له لوري د څېړونکو او ګډونوالو د پوښتنو په ځوابولو تمام شو.
په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لوري یاد کنفرانس د رأیو په اتفاق تائید او مثبت وارزول شو.