"په خیر القرون کې د ښځو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو؛

Ezatullah_admin
Wed, Aug 23 2023 4:11 PM
په خیر القرون کې د ښځو ونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز د په نوښت په (۷/۲/۱۴۴۵هـ ق- ۱/۶/۱۴۰۲هـ ش)کال د وږي په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ «په خیر القرون کې د ښځو ونډه» په نامه علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ.

په دې سيمينار کې د کابیني د یو شمېر غړیو، ګڼو پوهانو، څېړونکو، استاذانو، د تحصيلي او کلتوري بنسټونو استازو، ګڼو مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی وو.

سيمينار د قرآن عظيم الشان د څو آیتونو په تلاوت سره پيل او بیا د افغانستان د علومو اکاډمي د لوی رئیس محترم شيخ الحديث مولوي فرید الدين محمود په وينا سره رسماً پرانيستل شو. ورپسې د پوهنتون د استادانو په استازیتوب د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال دکتور محمد مزمل اسلامي د دا ډول سیمینارونو په ترسره کولو سره د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه او په خپله وینا کې یې د آیتونو په استدلال سره ښځې د نارینهوو په څېر د انسانیت د يوې سکې بله برخه وبلله او د ضرورت او اړتیا په وخت کې یې د دوی ونډه مهمه وبلله.

ورپسې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له اسلام څخه وړاندې په ټولنه کې له ښځو سره د مختلفو ادیانو له خوا د بد چلند په اړه وینا وکړه او وروسته یې په اسلام کې د ښځې ارزښت او حقوق بیان کړل.

همداراز د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي هم په خیر القرون کې د ازواجو مطهراتو په ګډون د نورو صحابیاتو د ونډې په اړه لنډه وینا وکړه.

وروسته د آزموینې ملي ادارې رئیس مولوي عبد الباقي حقاني په اسلام کې د ښځو د ونډې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خلفاء کرامو د زمانې چلند یوه غوره بېلګه وبلله او ښځې یې له نارینهوو سره په مختلفو چارو کې شریکې وبللې.

تر دې وروسته د سيمينار د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې په ټوله کې د موضوع په تړاو له ( ۱۷ ) عنوانه علمي- څېړنيزو مقالو څخه ځینې یې ولوستل شوې چې په خیر القرون کې د ښځو د ونډې په اړه بېلا بېل اړخونه په کې روښانه او څېړل شوي وو. د مقالو په تړاو تود بحث او مهمې پوښتنې وشوې چې د مقالو د لا غنامندۍ سبب شوې.

سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د اسلامي علومو معاونیت له خوا د عقیدې او ثقافت مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.

د سيمينار ګډونوالو په پای کې لاندې پرېکړه‌ليک صادر کړ:

۱- خیرالقرون د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په بنا ترټولو غوره او دنورو پیړیو لپاره په مختلفو برخو کې د نمونې او الګو حیثیت لري او مونږ ته اړینه ده چې د هغو په کړنو پسې پیروي او اقتدا وکړو.

۲- د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابیاتو د ژوند په مختلفو برخو کې فعال حضور درلوده په ځانګړي توګه د حدیثو په روایت کې.

۳- رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو د تعلیم او تربیې لپاره ځانګړې ورځ ټاکلي وه.

۴په خیرالقرون کې مسلمانو میرمنو له مجاهدینو سره د جهاد په ډګر کې په ځانګړي ډول د زخمیانو په تداوي، د غذا په تهیه کولو او اوبو رسولو کې فعاله ونډه درلوده.

۵- په نبوي عصر او د خلفای راشدینو په زمانه کې ښځو په اجتماعي عبادتونو کې د پام وړ حضور درلود.

۶- په خیرالقرون کې ښځه د کورنۍ په جوړښت کې فعال عنصر بلل کیده چې په مختلفو برخو کې د هغې مشوره او رضایت اخیستل کیده.

۷په صدر اسلام کې مسلمانې میرمنې د علم په ډګر کې لوړو درجو ته رسیدلې وې چې د افتاء او اجتهاد مسؤلیتونه یې اداء کول.

۸- په خیرالقرون کې مسلمانو میرمنو په دعوت او تبلیغ کې خپله فریضه په ښه توګه ادا کوله.

۹- د اسلامي امت واکمنانوته په کار ده چې د میرمنو سره د چلند په اړه د ژوند په مختلفو چارو کې صدر اسلام د ځان لپاره نمونه او قدوه وګرزوي.

۱۰- د علومو اکادمي ته وړاندېیز دی چې د دغه سیمینار د مقالو ټولګه چاپ کړي.

سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د اسلامي علومو معاونیت لخوا د عقیدې او ثقافت مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.

Latest news

Thu, May 12 2022 11:56 AM
Background image

Evaluation the soil pH of different Villages of Mihterlam capital of laghman province and ways to improve it

Assistant professor Khalil Rahman Barakzai Abstract Soil pH is an important factor for desirable crop productions. However, due to soil amendments it is changing and negatively. . .

Thu, Mar 31 2022 10:02 AM
Background image

Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period

Introducing Scientific Project of Assist Prof. Ali Ahmad Jafari 1- Title of Project: Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period 2- Duration of Research: Six years. . .

Sat, Mar 13 2021 10:16 AM
Background image

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar"

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar" 7/march/2021 Under the direction of the President of Islamic Republic of Afghanistan, the Academy of Sciences of. . .

BACK TO NEWS