"په خیر القرون کې د ښځو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو؛

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۶:۱۱
په خیر القرون کې د ښځو ونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز د په نوښت په (۷/۲/۱۴۴۵هـ ق- ۱/۶/۱۴۰۲هـ ش)کال د وږي په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ «په خیر القرون کې د ښځو ونډه» په نامه علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ.

په دې سيمينار کې د کابیني د یو شمېر غړیو، ګڼو پوهانو، څېړونکو، استاذانو، د تحصيلي او کلتوري بنسټونو استازو، ګڼو مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی وو.

سيمينار د قرآن عظيم الشان د څو آیتونو په تلاوت سره پيل او بیا د افغانستان د علومو اکاډمي د لوی رئیس محترم شيخ الحديث مولوي فرید الدين محمود په وينا سره رسماً پرانيستل شو. ورپسې د پوهنتون د استادانو په استازیتوب د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال دکتور محمد مزمل اسلامي د دا ډول سیمینارونو په ترسره کولو سره د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه او په خپله وینا کې یې د آیتونو په استدلال سره ښځې د نارینه‎وو په څېر د انسانیت د يوې سکې بله برخه وبلله او د ضرورت او اړتیا په وخت کې یې د دوی ونډه مهمه وبلله.

ورپسې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي له اسلام څخه وړاندې په ټولنه کې له ښځو سره د مختلفو ادیانو له خوا د بد چلند په اړه وینا وکړه او وروسته یې په اسلام کې د ښځې ارزښت او حقوق بیان کړل.

همداراز د صنعت او تجارت وزیر نور الدین عزیزي هم په خیر القرون کې د ازواجو مطهراتو په ګډون د نورو صحابیاتو د ونډې په اړه لنډه وینا وکړه.

وروسته د آزموینې ملي ادارې رئیس مولوي عبد الباقي حقاني په اسلام کې د ښځو د ونډې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خلفاء کرامو د زمانې چلند یوه غوره بېلګه وبلله او ښځې یې له نارینه‎وو سره په مختلفو چارو کې شریکې وبللې.

تر دې وروسته د سيمينار د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې په ټوله کې د موضوع په تړاو له ( ۱۷ ) عنوانه علمي- څېړنيزو مقالو څخه ځینې یې ولوستل شوې چې په خیر القرون کې د ښځو د ونډې په اړه بېلا بېل اړخونه په کې روښانه او څېړل شوي وو. د مقالو په تړاو تود بحث او مهمې پوښتنې وشوې چې د مقالو د لا غنامندۍ سبب شوې.

سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د اسلامي علومو معاونیت له خوا د عقیدې او ثقافت مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.

د سيمينار ګډونوالو په پای کې لاندې پرېکړه‌ليک صادر کړ:

۱- خیرالقرون د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په بنا ترټولو غوره او دنورو پیړیو لپاره په مختلفو برخو کې د نمونې او الګو حیثیت لري او مونږ ته اړینه ده چې د هغو په کړنو پسې پیروي او اقتدا وکړو.

۲- د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابیاتو د ژوند په مختلفو برخو کې فعال حضور درلوده په ځانګړي توګه د حدیثو په روایت کې.

۳- رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو د تعلیم او تربیې لپاره ځانګړې ورځ ټاکلي وه.

۴-  په خیرالقرون کې مسلمانو میرمنو له مجاهدینو سره د جهاد په ډګر کې په ځانګړي ډول د زخمیانو په تداوي، د غذا په تهیه کولو او اوبو رسولو کې فعاله ونډه درلوده.

۵- په نبوي عصر او د خلفای راشدینو په زمانه کې ښځو په اجتماعي عبادتونو کې د پام وړ حضور درلود.

۶- په خیرالقرون کې ښځه د کورنۍ په جوړښت کې فعال عنصر بلل کیده چې په مختلفو برخو کې د هغې مشوره او رضایت اخیستل کیده.

۷-  په صدر اسلام کې مسلمانې میرمنې د علم په ډګر کې لوړو درجو ته رسیدلې وې چې د افتاء او اجتهاد مسؤلیتونه یې اداء کول.

۸- په خیرالقرون کې مسلمانو میرمنو په دعوت او تبلیغ کې خپله فریضه په ښه توګه ادا کوله.

۹- د اسلامي امت واکمنانوته په کار ده چې د میرمنو سره د چلند په اړه د ژوند په مختلفو چارو کې صدر اسلام د ځان لپاره نمونه او قدوه وګرزوي.

۱۰- د علومو اکادمي ته وړاندېیز دی چې د دغه سیمینار د مقالو ټولګه چاپ کړي.

سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د اسلامي علومو معاونیت لخوا د عقیدې او ثقافت مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۸
Background image

د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر

څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه. . .

BACK TO NEWS