په ختيځ زون کې د پشه‌يي ژبې سواد زده‌کړې لپاره د چاپ شوو آثارو د ستونزو څېړنه

Ezatullah_admin
Tue, Feb 27 2024 10:47 AM
ښاغلی څېړندوی فريدالله فرحان

"علمي-څېړنيز کنفرانس"

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشـري علومو معاونيت د ژبو او ادبياتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلی څېړندوی فريدالله فرحان نن دوشنبه د ۱۴۰۲ل کال د کب میاشتې په ۷مه نېټه (په ختيځ زون کې د پشه‌يي ژبې سواد زده‌کړې لپاره د چاپ شوو آثارو د ستونزو څېړنه) تر سرليک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. نوموړي د کنفرانس په پیل کې د څېړنې پر موخه، اهميت او مبرميت خبرې  وکړې او ورپسې یې د ټولو هغو ستونزو چې په ختیځ کې د پشه يي ژبې سواد زده کړې لپاره (د سرف افغانستان مؤسسې) له خوا په چاپ شوو آثارو کې موجودې وې، لازم او علمي بحث وکړ، لکه: د پشه يي ژبې د ګرافیمونو ستونزې، د پور وييونو د کارونې ستونزې، په ناسمه بڼه د پور وييونو د لیکلو التباس له پشه‌يي وییونو سره، د ملي ترمينالوژۍ او ځينو خاصو نومونو د ناسمو لیکلو ستونزې او د (لهـ او ڵ) ګرافيمونو ځانګړتياوې او نيمګړتياوې یې د کنفرانس په بحث کې څرګندې او روښانه کړې. په پايله کې یې د حللارې په توګه د پور وييونو په خپله اصلي بڼه د لیکلو سپارښتنه وکړه چې پر بنسټ به یې له یوې خوا د کلمې اصلي ریښه او معنا ساتل شوې وي او له بلې خوا به د پشه‌يي ژبې له خپلو کلمو سره په معنا کې التباس نه پيدا کوي او د دې ترڅنګ یې د ملي ترمينالوژۍ او ځينو خاصو نومونو د سمې او منل شوې بڼې لیکل هم ضروري او لازمي وبلل.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS