د سیمې د اوسني وضعیت په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ

Ezatullah_admin
Thu, Jul 04 2024 12:21 PM
سیمه ییز مطالعات

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له لوري د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ.

کنفرانس د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې څېړونکو ته د موضوعاتو د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوه. دغه کنفرانس څلور برخې درلودې.

د کنفرانس په لومړۍ برخه کې څېړنوال عبدالشکور سالنګي د مرکزي اسیا پر اوسنیو حالاتو رڼا واچوله او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره یې د ا.ا.ا اړیکې وارزولې. نوموړي وویل چې افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره د مصرفي بازار او ټرانزیټي مسیر په توګه مهم ځای لري. د کنفرانس په دویمه برخه کې څېړندوی عمران زکریا له ا.ا سره د چین او روسیې د اړیکو په اړه خپل تحلیل وړاندې کړ. نوموړي یاده کړه چې افغانستان د سیمه ییزتوب پر لور روان دی چې له امله یې کولای شي امنیت، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ تجربه کړي.

د کنفرانس درېیمه برخه کې څېړندوی عبدالصبور مبارز په سیمه کې د ځمکنیو ټرانزیټي لارو پر وضعیت خبرې وکړې. د نوموړي په خبره؛ راتلونکي نړیوال نظم کې به ځمکنۍ لارې په نړیوال سیاست کې لوی اهمیت پیدا کوي چې افغانستان باید ورته تياری ولري. د کنفرانس په څلورمه برخه کې ښاغلي څېړندوی احسان الله احسان د جنوبي اسیا د هېوادونو اوسنی وضعیت تحلیل او د افغانستان د ا.ا. پر وړاندې یې د هند او پاکستان بهرنۍ پالیسۍ وارزولې.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو له لوري ګڼې پوښتنې وشوې چې د کنفرانس د وړاندې کوونکو له لوري ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

کنفرانس په اختتامیې دعا سره پای ته ورسېد.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS