"د هېواد په صنعتي پراختیا کې د نوې ټکنالوژۍ د رول څېړنه" د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښته!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت، د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې(د هېواد په صنعتي پراختیا کې د نوې ټکنالوژۍ د رول څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي - څېړنیز سیمینار جوړ کړي، کوم څېړونکي او پوهان چې غواړي په یاده برخه کې علمي - څېړنیزې مقالې ولیکي، نو په درنښت ترېنه هیله کېږي چې خپلې لیکل شوې علمي - تحقیقي مقالې د ۱۴۰۴ ل کال د وږي/سنبلې تر ۳۱مې نېټې پورې په یاد شوي برېښنالیک او واټسپ شمېره راولېږي.
Documents
د مقالو عنوانونهلست مقاله ها