د بدخشان د یخچالونو او د واورو د پوښښ تحلیل او ارزونه 2025- 1988

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبيعي - تخنيکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو د مرکز علمي غړي څېړندوی حامد امان « د بدخشان د یخچالونو او د واورو د پوښښ تحلیل او ارزونه ) 2025- 1988 (» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
لنډیز
یخچالونه د ځمکې له مهمو طبیعي زېرمو څخه دي چې د ځمکې د ایکو سیسټم په تعادل کې ډېره لویه برخه لري، د ژوندیو موجوداتو د ژوند پایښت لپاره د خوږو اوبو په برابرولو، د اقلیم په تنظیمولو او د طبیعي زېرمو په ساتلو کې مهم رول لوبوي او همدارنګه دا یخچالونه د ځمکې د خوږو اوبو چې د ځمکې لاندې او سطحي اوبه برابروي. په وروستیو لسیزو کې یخچالونه له بېلابېلو طبیعي
(قدرتي) او انساني ګواښونو سره مخامخ دي او ورځ تر بلې د له منځه تلو په حالت کې دي.
د یخچالونو د چټک ویلې کېدلو او د اورښتونو او باران د کموالي له امله د ځمکې لاندې اوبه په چټکۍ سره کمېږي چې د هېواد د څښاک اوبو او کرنې او صنعت لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي. کرنه او مالدارۍ چې د افغانستان د خلکو د ژوند لویه ستنه ده، د همدې منابعو پر دوام متکي ده. د بدخشان ولایت د یخچالونو او واورې د ټولنیز اهمیت له مخې که دا سرچینه وچه شي، د خلکو د مهاجرت، بېکارۍ او د خوړو د بحران ګواښ ورسره زیاتېږي.
په همدې موخه هغه ګواښونه چې د انسانانو او طبیعي لاملونو له امله يخچالونه ورسره مخ دي؛ اړتیا ده چې له لیرې څخه د نوې او معاصرې ټیکنالوژۍ په وسیله د یخچالونو مدیریت تر سره شي. دغه څېړنه چې په توصیفی – تحلیلي بڼه د GIS او Remote Sensing په مرسته ترسره شوې اصلي موخه یې د هغو ګواښونو مدیریت کول دي چې په راتلونکې کې یاده سیمه ورسره مخ کېږي.
د بدخشتان ولایت یخچالونه د افغانستان د مهمې سیندیزې حوزې آمو د اوبو بنسټیزه سرچینه ده. د آمو سیند د هېواد او ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو خلکو د څښاک، کرنې، مالدارۍ او انرژۍ تولید لپاره حیاتي ارزښت لري.
د اقلیم د بدلون د نړیوالو څېړنو IPCC AR6 او WMO د راپور له مخې د هوا د تودوخې درجې لوړېدل د نړۍ د یخچالونو د بې ساري وېلې کېدو اصلي لامل دی. بدخشان ولایت هم له دې بدلونونو مستثنا نه دی.
په افغانستان کې د یخچالونو ګړندي ویلې کېدل، د اوبو امنیت، د خوراکي توکو راتلونکی او د طبیعي پېښو مدیریت د دې موضوع سره سره نېغ تړاو لري.
د یادې څېړنې په پایله کې په واضح ډول معلومه شوه چې له 1988 څخه تر 2025 ز. کال پورې د بدخشان ولایت د پخچالونو او د واورې پوښښ کې کموالی راغلی دی او په یاده سیمه کې د ځمکې د سطحې د هوا د تودوخې درجه مخ په لوړېدلو ده چې له امله یې په اوس او راتلونکي کې د یاد هېواد په وګړو لاندې ناوړه اغېزې لرلی شي.
د بدخشتان ولایت د دایمي یخچالونو او واورې د ویلې کېدو ناوړه اغېزې
-1د اوبو کمښت: یخچالونه د سطحي او د ځمکې لاندې اوبو اصلي او مهمه سرچینه ده چې د څښاک، کرنې، مالدارۍ، صنعت او نورو موخو لپاره کارول کېږي. د یخچالونو ویلې کېدل د اوبو د کمښت سبب کېږي چې کرنه او مالداري زیانمنوي او د څښاک اوبو ته لاسرسی کموي چې دا د کرنیزو محصولاتو کمښت او د خوارکي توکو د نشتوالي لامل کېږي.
-2 د طبیعي (قدرتي) پېښو زیاتوالی: د یخچالونو د ویلې کېدلو له امله د سېلابونو، وچکالۍ، ځمکه ښوېدنه او نورو طبیعي (قدرتي) پېښو ګواښ زیاتېږي. دا پېښې د کورونو، زېربناوو او کرنیزو ځمکو ویجاړولو سبب ګرځي چې د خلکو ژوند او اقتصاد ته سخت زیان رسوي.
-3 د کرنیز سکټور کمزورتیا: د اوبو کمښت او د اقلیم بدلون د کرنیزو محصولاتو کچه ټیټوي چې په پایله کې د کروندګر لپاره اقتصادي ستونزې پیدا کوي چې د خوراکي توکو د نشتوالي او د غربت کچې د لوړوالي سبب ګرځي.
-4 د مهاجرت زیاتوالی: د اوبو کمښت، د کرنیز سکټور کمزورتیا او د طبیعي (قدرتي) پیښو زیاتوالی خلک مجبوروي چې د ژوند د غوره چاپېریال په لټه کې له خپلو سیمو څخه کډوال شي. دا د ټولنې جوړښت او د کاري ځواک د کمښت په برخه کې منفي اغېزې لري.
-5 د اقتصادي فعالیتونو کمزورتیا: د یخچالونو ویلې کېدل د ټولنې په اقتصادي فعالیتونو، لکه کرنه، مالدارۍ او ګرځندوی برخو باندې منفي اغېزې لري. چې د سیمې او د هېواد په سطحه د عاید د کمښت او د غربت د زیاتوالي سبب کېږي.
-6 د روغتیايي ستونزو زیاتوالی: د اوبو کمښت او د روغتیایي خدمتونو کمزورتیا چې د اوبو د ککړتیا او د ناروغیو د را منځته کېدو لامل کېږي.
همدا ډول د یادو ستونزې لپاره حل لارې هم په ګوته شوې.
د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ټاکلي کميسيون له خوا وړاندې شوی کنفرانس مثبت و ارزول شو.