د بدخشان د یخچالونو او د واورو د پوښښ تحلیل او ارزونه 2025- 1988

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
څېړندوی حامد امان

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبيعي - تخنيکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو د مرکز علمي غړي څېړندوی حامد امان « د بدخشان د یخچالونو او د واورو د پوښښ تحلیل او ارزونه ) 2025- 1988 (» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

لنډیز

یخچالونه د ځمکې له مهمو طبیعي زېرمو څخه دي چې د ځمکې د ایکو سیسټم په تعادل کې ډېره لویه برخه لري، د ژوندیو موجوداتو د ژوند پایښت لپاره د خوږو اوبو په برابرولو، د اقلیم په تنظیمولو او د طبیعي زېرمو په ساتلو کې مهم رول لوبوي او همدارنګه دا یخچالونه د ځمکې د خوږو اوبو چې د ځمکې لاندې او سطحي اوبه برابروي. په وروستیو لسیزو کې یخچالونه له بېلابېلو طبیعي

(قدرتي) او انساني ګواښونو سره مخامخ دي او ورځ تر بلې د له منځه تلو په حالت کې دي.

د یخچالونو د چټک ویلې کېدلو او د اورښتونو او باران د کموالي له امله د ځمکې لاندې اوبه په چټکۍ سره کمېږي چې د هېواد د څښاک اوبو او کرنې او صنعت لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي. کرنه او مالدارۍ چې د افغانستان د خلکو د ژوند لویه ستنه ده، د همدې منابعو پر دوام متکي ده. د بدخشان ولایت د یخچالونو او واورې د ټولنیز اهمیت له مخې که دا سرچینه وچه شي، د خلکو د مهاجرت، بې‌کارۍ او د خوړو د بحران ګواښ ورسره زیاتېږي.

په همدې موخه هغه ګواښونه چې د انسانانو او طبیعي لاملونو له امله يخچالونه ورسره مخ دي؛ اړتیا ده چې له لیرې څخه د نوې او معاصرې ټیکنالوژۍ په وسیله د یخچالونو مدیریت تر سره شي. دغه څېړنه چې په توصیفی – تحلیلي بڼه د GIS او Remote Sensing په مرسته ترسره شوې اصلي موخه یې د هغو ګواښونو مدیریت کول دي چې په راتلونکې کې یاده سیمه ورسره مخ کېږي.

د بدخشتان ولایت یخچالونه د افغانستان د مهمې سیندیزې حوزې آمو د اوبو بنسټیزه سرچینه ده. د آمو سیند د هېواد او ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو خلکو د څښاک، کرنې، مالدارۍ او انرژۍ تولید لپاره حیاتي ارزښت لري.

د اقلیم د بدلون د نړیوالو څېړنو IPCC AR6 او WMO د راپور له مخې د هوا د تودوخې درجې لوړېدل د نړۍ د یخچالونو د بې ساري وېلې کېدو اصلي لامل دی. بدخشان ولایت هم له دې بدلونونو مستثنا نه دی.

په افغانستان کې د یخچالونو ګړندي ویلې کېدل، د اوبو امنیت، د خوراکي توکو راتلونکی او د طبیعي پېښو مدیریت د دې موضوع سره سره نېغ تړاو لري.

د یادې څېړنې په پایله کې په واضح ډول معلومه شوه چې له 1988 څخه تر 2025 ز. کال پورې د بدخشان ولایت د پخچالونو او د واورې پوښښ کې کموالی راغلی دی او په یاده سیمه کې د ځمکې د سطحې د هوا د تودوخې درجه مخ په لوړېدلو ده چې له امله یې په اوس او راتلونکي کې د یاد هېواد په وګړو لاندې ناوړه اغېزې لرلی شي.

‏د بدخشتان ولایت د دایمي یخچالونو او واورې د ویلې کېدو ناوړه اغېزې

‏ -1د اوبو کمښت: یخچالونه د سطحي او د ځمکې لاندې اوبو اصلي او مهمه سرچینه ده چې د څښاک، کرنې، مالدارۍ، صنعت او نورو موخو لپاره کارول کېږي. د یخچالونو ویلې کېدل د اوبو د کمښت سبب کېږي چې کرنه او مالداري زیانمنوي او د څښاک اوبو ته لاسرسی کموي چې دا د کرنیزو محصولاتو کمښت او د خوارکي توکو د نشتوالي لامل کېږي.

‏ -2 د طبیعي (قدرتي) پېښو زیاتوالی: د یخچالونو د ویلې کېدلو له امله د سېلابونو، وچکالۍ، ځمکه ښوېدنه او نورو طبیعي (قدرتي) پېښو ګواښ زیاتېږي. دا پېښې د کورونو، زېربناوو او کرنیزو ځمکو ویجاړولو سبب ګرځي چې د خلکو ژوند او اقتصاد ته سخت زیان رسوي.

‏ -3 د کرنیز سکټور کمزورتیا: د اوبو کمښت او د اقلیم بدلون د کرنیزو محصولاتو کچه ټیټوي چې په پایله کې د کروندګر لپاره اقتصادي ستونزې پیدا کوي چې د خوراکي توکو د نشتوالي او د غربت کچې د لوړوالي سبب ګرځي.

‏ -4 د مهاجرت زیاتوالی: د اوبو کمښت، د کرنیز سکټور کمزورتیا او د طبیعي (قدرتي) پیښو زیاتوالی خلک مجبوروي چې د ژوند د غوره چاپېریال په لټه کې له خپلو سیمو څخه کډوال شي. دا د ټولنې جوړښت او د کاري ځواک د کمښت په برخه کې منفي اغېزې لري.

‏ -5 د اقتصادي فعالیتونو کمزورتیا: د یخچالونو ویلې کېدل د ټولنې په اقتصادي فعالیتونو، لکه کرنه، مالدارۍ او ګرځندوی برخو باندې منفي اغېزې لري. چې د سیمې او د هېواد په سطحه د عاید د کمښت او د غربت د زیاتوالي سبب کېږي.

‏ -6 د روغتیايي ستونزو زیاتوالی: د اوبو کمښت او د روغتیایي خدمتونو کمزورتیا چې د اوبو د ککړتیا او د ناروغیو د را منځته کېدو لامل کېږي.

همدا ډول د یادو ستونزې لپاره حل لارې هم په ګوته شوې.

د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ټاکلي کميسيون له خوا وړاندې شوی کنفرانس مثبت و ارزول شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

شمارۀ 163 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به زیور چاپ آراسته شد

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله¬های علمی_تحقیقی در بخش¬های تاریخ ادبیات، زبان¬شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه¬های ادبیات¬شناسی به نشر می¬رسد.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و منفی

کنفرانس علمی–تحقیقی تحت عنوان «هستی‌شناسی، معرفت‌شناسی و روش‌های صلح مثبت و صلح منفی» در دفتر معاونیت علوم بشری اکادمی علوم برگزار گردید. این نشست علمی، به همت انستیتوت حقوق و علوم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

معرفی موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی

موزیم تحقیقاتی اتنوگرافی اکادمی علوم افغانستان درقصر بنام "شاه بوبوجان" در شهر نو کابل موقعیت دارد. این قصر تاریخی که گویا زنده از تاریخ معاصر دوره زمامداری امیرعبدالرحمن خان میباشد،. . .

BACK TO NEWS