د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۱۴۰۴ ل، د دويمې ربعې ۲يمه، پرله پسې ۷۷ يمه ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
Sat, Nov 08 2025 12:06 PM
د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۱۴۰۴ ل، د دويمې ربعې ۲يمه، پرله پسې ۷۷ يمه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي – څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي، اقتصادي او کلتوري حالاتو همدارنګه له نړيوالو سازمانونو او سيمه ييزو بنسټونو سره د سيمې د هېوادونو او افغانستان پر اړيکو تحليلي بحثونه خپرېږي.

د سيمه ييز مطالعات ژورنال د دويمې ربعې ۲ ګڼه چې د ۱۴۰۴ ل، پرله پسې (۷۷) يمه ګڼه ده؛ د څېړندوی بشرمل زرغون تر مسؤليت او اهتمام لاندې چاپ شوه، ياده ګڼه ۱۹۱ مخونه لري، دغه ګڼه (افغانستان او سيمه؛ فرصتونه او ننګونې، لومړۍ برخه) د مقالو ځانګړې ټولګه ده چې په کې ۸ علمي- څېړنيزې مقالې خپرې شوې دي، سرليکونه يې په دې ډول دي:

۱- د افغان کډوالو اجباري را ايستل د پاکستان امنيت ته ګواښ؛ که د فشار وسيله؟ ليکوال: دوکتور مصباح الله عبدالباقي.

۲- د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د سياسي اړيکو پر وړاندې ننګونې او فرصتونه، ليکوال: څېړنوال عبدالصبور مبارز.

۳- د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه؛ پر افغانستان او مرکزي آسيا يې اغېزې، ليکوال: څېړنوال رحمت الله همت مظلوم يار.

۴- د افغانستان له پولو تېرېدونکو اوبو حقوقي وضعيت څېړنه، ليکوال: څېړنوال ضياالحق ضيا.

۵- له ايران سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې؛ فرصتونه او ننګونې، ليکوال: څېړندوی عاشق الله اخلاصيار.

۶- د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې همېشنۍ بې ثباتي او د افغان سوداګرۍ بديلونه، ليکوال: څېړندوی معصوم جان معصومي.

۷- په سيمه ييز ثبات کې د اسلامي امارت ونډه، ليکوال: څېړندوی محمداسماعيل اميري.

۸- د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د هند بهرنۍ پاليسي؛ اندېښنې او د تعامل هڅې، ليکوال: څېړندوی احسان الله احسان.

ټول مينه وال، لوستونکي او محترم استادان يې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نشراتو او عامه اړيکو له رياسته په مناسب قېمت اخيستلای شي.

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-10/Regional%20studies%20quarterly%20journal%20no.%202%20%20year%201404.pdf

 

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

 

Latest news

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

Tue, Apr 15 2025 11:52 AM
Background image

"The Afghanistan Quarterly Journal" has just released its latest publication

This academic-research journal, published by the Afghanistan Science Academy, features articles by various authors on economic, social, and cultural topics in English. The newly. . .

BACK TO NEWS