د تېرې چهارشنبې ورځې د کادري بستونو دآزموینې د پایلو خبرتیا!
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو، ځمکپوهنې، ټولنیزو علومو، سیمهییزو مطالعاتو او ژبو او ادبیاتو مرکزونو د چهارشنبې ورځي ( 8/تلې/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.
هغه نوماندان چې د خپلو پایلو په اړه ملاحظات/شکایت لري، له اعلان شوي نېټې څخه وروسته د درې کاري ورځو په ترڅ کې خپله عریضه د علومو اکاډمۍ د کادري آزموینې کمېټې ته وسپارئ.
د یادونې وړ ده چې هغه نوماندان، چې په مسلکي آزموینه کې بریالي شوي دي، د ژبې د آزموینې په اړه دې د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو پورې انتظار وباسي.
