په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

Ezatullah_admin
Thu, Oct 08 2026 9:29 AM
په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز سیمینار وړاندې کړ. استاد ارین د موضوع د جوړښت تر بیان او مقدماتي خبرو وروسته په څو اساسي موضوعاتو بحث وکړ. لومړنی بحث د تاریخي سرچینو پېژندنې ته ځانګړی شوی و او د تاریخ لیکنې لپاره د تاریخي سرچینو ارزښت روښانه کړل شو. ورپسې یې پر دې بحث وکړ چې غلطې او ناسمې سرچینې یا سندونه کوم دي او ولې او څرنګه رامنځ ته کېږي. وروسته یې هغه میتودونه او لارې چارې بیان کړې چې له امله یې د علمي تاریخ لیکنې په پروسه کې ناسم سندونه او سرچینې پېژندل کېږي. دا موضوع په دوو بحثونو کې ځای پر ځای شوې وه، چې یو یې د سرچینو بهرنی نقد او بله یې داخلي نقد وه ، ټول هغه اصول او لارې چارې یې د بېلګو په وړاندې کولو سره واضح کړې، چې د همدې دوو سرلیکونو په اډانه کې څېړل شوې وې او د علمي تاریخ لیکنې لپاره یې عملي کول او په پام کې نیول ضروري وو. ارین دا هم روښانه کړه چې د تاریخ لیکنې لپاره د تاریخي زمینې پېژندل خورا اړین دي او له هغه پرته، په تاریخ لیکنه کې ګڼې غلطۍ رامنځ ته کېدلی شي.

په پای کې ګډونوالو خپلې تبصرې وړاندې او پوښتنو ته مناسب ځوابونه وویل شول. د ارزونې د کمیسیون غړو وړاندې شوی سیمینار مثبت وارزاوه او ښاغلي ارین ته یې په راتلونکي کې د لا بریاوو او ښه علمي کار هیله څرګنده کړه.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS