د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
Thu, Oct 08 2026 10:20 AM
د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا د وزیري کچ په ۱۶۷ مخونو کې چاپ شوه.

دا تولګه د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د تأسيس هدف، د مرکز چاپ آثار، د مرکز ناچاپ آثار، د مرکز جوړ کړي سيمينارونه، له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته د آثارو ژباړل، خپرول او چاپول؛ د پښتو ژبې او د پښتنو د اتنيک، تاريخ، ادب، اقتصاد، ټولنپوهنې او هنر په باب د څېړنو په اړه هر اړخیز معلومات راکوي او په دې توګه.مو د یاد مرکز له څلوېښت کلن علمي سفر څخه خبروي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-10/The%2040th%20Anniversary%20of%20The%20Establishment%20of%20International%20Center%20for%20Pashto%20Studies%20%281976%20%E2%80%93%202016%29.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS